Page Nav

HIDE

Grid

GRID_STYLE

تازہ ترین:

latest

ليک : طاهر بونيرے

 " افسانوي شخصيت " ليک : طاهر بونيرے  پۀ شکريه د " پښتون " ستمبر 2023ء  چا به وئيل چې اشتراکي دے, مرتد دے, کافر دے- چا ب...


 " افسانوي شخصيت "


ليک : طاهر بونيرے


 پۀ شکريه د " پښتون " ستمبر 2023ء 


چا به وئيل چې اشتراکي دے, مرتد دے, کافر دے- چا به وئيل د وطن دښمن دے- چا به وئيل چې سړے نۀ دے بلا ده , دوه سوه پوليسو ئې پۀ کور چهاپه اوهله , اؤ دے ترې پۀ بورقعه کښې پۀ داسې مخه لاړو, چې هيچاته ئې پته او نۀ لګيده - 

د هغۀ د افسانوي شخصيت پۀ باره کښې , پۀ اول سر کښې ما هم دومره اوريدلي وو- وروستو د مردان د مولانا عبدالودود حقاني صېب يو کتاب " اشتراکي نظريات اؤ د هغې جوابات " پۀ لاس راغلو- پۀ دې کتاب کښې مولانا صېب د شمس بونيري د شعري مجموعې " سور سحر " نه بلها شے غېر شرعي شعرونه رانقل کړي وو- اؤ بيا ئې د اسلام اؤ شريعت پۀ رڼا کښې د دغه شعرونو سخته غندنه کړې وه- پۀ دغه کتاب کښې نورو ډيرو علماء کرامو مولانا حقاني ته دا مشوره هم ورکړې وه- چې پۀ اردو اؤ عربۍ ژبو کښې دې هم د دې کتاب ترجمې اوشي- چې د ډيرو نه ډېر خلک ترې استفاده اوکړي- 

زۀ د مولانا صېب پۀ درنو علمي خبرو ډېر نۀ پوهيدم- خو پۀ کتاب کښې رانقل شؤو شعرونو به ډېر خوند راکؤو- ځکه چې د شاعرۍ سره مې د وړوکوالي نه مينه وه- خو پۀ دغه وخت کښې زمونږ پۀ کور, کلي کښې څۀ چې پۀ نزدې علاقه کښې راته هم نۀ څوک شاعر معلوم وو اؤ نۀ چا دې مشغلې ته پۀ درانۀ نظر کتل- 

خو د کلي د پرائمري سکول نه چې اوتو, هائي سکول ګديذي ته مو تلل راتلل شروع شو- نو پۀ ژؤند کښې لږ بدلون راغے - پۀ دې ورځو کښې به ما اؤ زما د کلي اؤ سبق ډېر خوږ ملګري محمد امين (14,دسمبر 1968ء/ 19, جنوري 2010ء) د کلي پۀ جومات کښې د شپې د قران پاک ترجمه کوله- اؤ د ورځې به اکثر د سکول نه پس پۀ پاچا بازار کښې, د سيد اختيار باچا پۀ دکان " زين ميډيکل سټور " کښې ناست وو- دلته به اکثر ميا سيد لائق باچا, محمد خان نر بټولي, خالد باچا, بخت زاده ايډوکېټ, سيد غفور خان, ګل شهزاده, خان بابو, شاه جان ماما, ظريف خان استاد صاحب اؤ امان الله خان وغېره ناسته کوله- 

چې د پارټۍ ميټنګ به وو نو, فانوس ګوجر, متين خان د مخرڼۍ, رحيم زاده باچا, زرين خان,  محمد کريم بابک اؤ نور مشران به هم راتلل- پۀ دې زمانه کښې به پۀ باقاعدګۍ سره سياسي اؤ نظرياتي بحثونه کيدل, سياسي ورکرانو به مطالعه کوله- هم دلته د غني خان, اجمل خټک, نور محمد تره کي, اشرف مفتون, سبط حسن, سيد سجاد ظهير, ساحر لدهيانوي اؤ نورو ترقي پسندو ليکوالو سره , د هغوئي د کتابونو پۀ ذريعه زما پيژند ګلو اوشوه- خال, خال به ملګريو د شمس ذکر هم اوکړو- 

خو د هغۀ سره مخ پۀ مخ زما ملاقات هاغه وخت اوشو- چې پۀ کړاکړ کښې ئې ايکسيډنټ کړے وو- اؤ ډېر بد, بد زخمي شوے وو- چې زۀ اؤ سيد اختيار باچا ئې کلي ته تپوس له لاړو- نو پۀ کټ کښې غزيدلے پروت وو- cervical soft collar ئې د مرۍ نه تاؤ کړے وو-  د کټ يوې پښې ته ئې د تسبو اميل زوړند وو- دا د 13فرورۍ 1992ء نيټه وه-  زما پۀ ذهن کښې چې د هغۀ متعلق تر اوسه پورې کومه خاکه موجود وه- بيخي هم دغسې راته ښکاره شو- د چائيو څښلو, څو خبرو اؤ ډيرې خندا نه پس مو ترې رخصت واخستو- دا د نن نه شل کاله پخوانۍ خبره ده- دغه وخت هغۀ د وکالت زده کړه کوله- خو لا ئې د وکالت ډګري نۀ وه تر لاسه کړې- 

اؤ بيا چې کله هغۀ پۀ باقاعده توګه وکالت شروع کړو- نو زۀ پۀ کراچۍ کښې ووم- کلي ته د راتللو نه پس زۀ د ځنګلاتو پۀ محکمه کښې ورننوتم- خو پۀ دې وخت کښې بيا سياسي منظرنامه بدله شوې وه- د شوروي اتحاد د ماتيدو سره نظرياتي اؤ سياسي بحثونه ختم شوي وو- هر سړے پۀ خپل , خپل کار اخته وو- کۀ چرته کله, کله به د بونېر ملګرو د مشاعرې دستوره جوړه کړه- نو رسمي ملاقات به اوشو- پۀ خپله شمس صاحب هم وائي چې هغۀ هم د کال 1992ء نه تر 2005ء پورې د شاعرۍ نه مخ اړولے وو- شايد چې ټوله توجۀ ئې وکالت اؤ سياست ته ورکړې وه- 

د هغۀ اوس هم دا خيال دے- چې زۀ اول سياسي ورکر يم اؤ وروستو سياسي کارکن- ------ حالانکه هغه د اجمل خټک صاحب سره ډېر نزدې پاتې شوے دے- پۀ سياسي حواله به ئې د اجمل صاحب د مستقبل ژؤره تجزيه هم کړې وي- 

پۀ هرحال د هغۀ د عقيدې اؤ نظرئې خلاف خو ډېر د پخوا نه پروپيګنډه روانه وه- خو اوس چې هغۀ پۀ اسلامياتو کښې د ايم- اے ډګري هم ترلاسه کړې وه- پۀ سياسي غونډو اؤ جلسو کښې به ئې پۀ خپلو خبرو کښې د قران مجيد اؤ احاديثو حوالې هم ورکولې- اشتراکي نظريات هم د زوال سره مخ وو- 

يارانو د هغۀ د وکالت خلاف پروپيګنډې شروع کړې- " چې شمس دې وکيل کړو نو پۀ يو لاس به ستا نه اخلي اؤ پۀ بل لاس ستا د مخالف فريق نه "  دا د هغۀ خلاف يؤ داسې ګذار وو- چې د هغۀ سياست اؤ معاش هر څۀ ئې تباه کولے شو- خو د هغۀ پۀ ډکشنرۍ کښې د شکست اؤ مايوسۍ لفظونه نشته- هغه يؤ زيرک اؤ د مضبوطو اعصابو څښتن دے- هغۀ خپل وکالت ډېر پۀ ميړانه اؤ ډېر پۀ صداقت سره جاري اوساتلو- اؤ هاغه کسان ئې پۀ ډکو محفلونو کښې بربنډ کړل- چا به چې د دۀ خلاف پروپيګنډې کولې- ----- هغۀ کۀ د معاشي مجبورو د لاسه شاعرۍ ته وخت نۀ شو ورکولے- خو د قيدوبند اؤ تنګسيا پۀ وخت کښې ئې خپله تعليمي سلسله جاري ساتلې وه- اؤ تر دې وخت پورې ئې پينځه شعري مجموعې د پاکستان اؤ افغانستان نه چاپ شوې وې- ځکه نو د متنازعه شخصيت باوجود د هغۀ د شهرت اؤ شخصيت نه چا انکار نۀ شو کولے- 

د هغۀ خپل نوم شمس الحق اؤ د پلار نوم ئې مولانا عبدالرزاق دے, د عبدالرزاق صاحب د پلار نوم غلام حيدر وو- د شمس بونيري مور ښاپيرۍ ابۍ د سلطانوس کلي د ګلال شاه کاکا خيل لور وه- د ښاپيرۍ ابۍ د مور نوم " صبر جان " وو-  د هغۀ خپل وروڼه نشته- د خپل ميرني ورور شمس الرحمان صاحب نه يؤ کال کشر دے- هغه اؤ پاکستان د يو بل همځولي دي- خو پۀ شناختي کارډ کښې ئې د زيږون نيټه 12, فروري 1946ء ليک ده- پلار ئې پۀ کال 1983ء کښې اؤ مور بي بي ئې پۀ 1996ء کښې وفات شوې ده- د دريو لوڼو اؤ دوه ځامنو پلار دے- وادۀ ئې پۀ کال 1967ء کښې د عبدالمطلب صاحب د لور سره  شوے دے- د وادۀ نه يؤ کال پس د خپل کلي پۀ پرائمري سکول کښې استاد اولګيدۀ- 

خو شايد چې هغه به پۀ دې خبر هم نۀ وو چې د هغۀ د پيدائش نه لا يؤ کال مخکښې د امريکې صدر هيري ټرومېن (  1945/1953- Harry Truman) پۀ خپل يؤ اعلان کښې " شوروي اتحاد " ته د امريکې د مفاداتو د سر دښمن وئيلے وو- د مغرب پوهانو اؤ دانشورانو به پۀ لندن, پيرس اؤ روم کښې پۀ دې حقله غونډې کولې, چې د جمال عبدالناصر اؤ سويت يونين د راغورځولو دپاره, لارې چارې ولټوي- 

اؤ چې کله هغۀ د زلمي توب پۀ درشل قدم کيښودۀ, نو د شام نه تر ارډن اؤ د مصر د اخوان المسلمين نه واخله تر انډونيشياء پورې مجاهدين پۀ حرکت کښې راغلي وو- د دوئي د حوصلې اوچتؤلو اؤ دوئي ته د پيسو رسولو دپاره د ناټو (NATO) پۀ شکل کښې امريکه, فرانس او د دوئي انډيوالان لاس پۀ نامۀ ولاړ وو- 

هغه چې کله د پرائمري سکول استاد اولګيدو, نو پۀ دې وخت کښې کۀ يو طرف ته شاه فيصل پۀ عالمي سطحه د مجاهدينو سرپرستي کوله- نو بل خوا پۀ سوات, بونېر اؤ شانګله کښې ډيرو سماجي کارکنانو, قام پرستانو, د نشنل عوامي پارټۍ اؤ د جماعت اسلامي کارکنانو د رياست سوات د حکمران خلاف تحريک ښۀ پۀ زور کښې روان کړے وو- 

پۀ دې لړ کښې د سوات سراج الدين خان, سرنذيب خان سواتي, د بازارګي کامرېډ عبدالرؤف خان, د پاچا کلي ډاکټر مولوي صاحب, حاجي رحمت نور صاحب اؤ د ملکپور مولانا عبدالرؤف صاحب يوه اوږده مبارزه کړې وه- سزاګانې ئې تيرې کړې وې- ډيرو پۀ کښې هجرت هم کړے وو- ------- 

شمس هم د مختار باچا پۀ قيادت کښې پۀ اؤل وار د اجمل خټک صاحب سره اوليدل- اؤ بيا د دغه قافلې سره ملګرے شو- پۀ پيښور,پينډۍ اؤ لاهور کښې چې به د والي سوات خلاف پوسټرې اؤ کالمونه چاپ شول- دۀ به دغه هر څۀ د پيښور نه رواخستل, د پوليس تالاشۍ لۀ ويرې به د " امبيلې چيک پوسټ " نه اول د ګاډي نه کوز شو- پۀ خفيه لارو به ئې ځان کلي ته را اورسؤو, اؤ د شپې, شپې به ئې پوسټرې پۀ ديوالونو اولګولې- اخبارونه اؤ کالمونه به ئې پۀ ملګرو تقسيم کړل- پۀ دې طريقه ئې پۀ خپله علاقه کښې قامي اؤ سياسي شعور ته وده ورکؤله- 

چې کله د سوات رياست ختم شو- اؤ يوه نوې سياسي فضاء جوړه شوه- نو يعقوب خان د ډګر, د طوطالۍ مرسلين کاکا, د پنج تار د خانانو کورنۍ, ميا ګل جان بابو اؤ ارسلا خان د پاچا کلي, د بټۍ کلي نقشي ملک, د ملکپور نظر خان, د کالا خيلې چمن ملک, د سلطانوس کلي د بدر منير دوئي کورنۍ , شاه جان ماما اؤ نورو ډيرو خلکو د والي سوات اؤ د بونير د عبدالرؤف خان پۀ نشنل عوامي پارټۍ کښې ګډون اوکړو-  شمس هم د خپلې سرکاري نوکرۍ نه استعفی ورکړه- د نېپ لۀ طرف نه د بونير جنرل سيکرټري اوټاکلے شو- پۀ دې وخت کښې د پير بابا محب الله شاه پۀ بونير کښې د نيپ صدر وو- ------- 

پۀ 1973ء کښې چې د پينډۍ پۀ لياقت باغ کښې د نيپ پۀ جلسه د رياست لۀ خوا ډزې اوشوې- ډېر پښتانۀ پۀ کښې مړۀ شول- څوک افغانستان ته اوتښتيدل- وروستو چې دلته کوم مشران پاتې شو- هغوئي جيلونو ته اوليږلے شو- 

پۀ پارټۍ هم پابندي اولګيده- نو دغه وخت د قامي تحريک د ژوندي ساتلو پۀ غرض, دلته د " پښتون زلمي " پۀ نوم يؤ تنظيم جوړ شو- شمس پۀ دې تنظيم کښې هم ډېر بنيادي کردار ادا کړو- اؤ چې کله د حفيظ الله امين پۀ دؤر کښې دلته " خلق ډيموکريټک پارټي " جوړه شوه- نو شمس  د دغه پارټۍ پۀ چلولو کښې هم خپل کردار لوبولے  وو- 

دا د دوئي د مفرورۍ اؤ د " سور سحر " د شاعرۍ زمانه وه- محمد کريم بابک صاحب ماته خبره کوله, چې د مفرورۍ پۀ دې دؤر کښې مونږ هر يؤ کس ته د پارټۍ لۀ خوا وظيفې سپارلې شوې وې- اؤ د هر چا به خپل خفيه فرضي نوم وو- پۀ دغه زمانه کښې د کريم بابک صاحب فرضي نوم جهانګير وو- 

دوئي تر اوۀ کلونو پورې مفروران وو- شمس به کله د ايلم پۀ غر کښې ناست وو-----کله خپل کلي ته مخامخ پۀ " کوه جعفر " کښې, کله پۀ سوات, پيښور, مردان, صوابۍ , رستم --------- اؤ کله به ئې پۀ کراچۍ کښې د انقلاب اؤ بغاوت سندرې وئيلې- کله به ئې پۀ خپل کلي کښې, د خپل کور نه بهر, د بل چا پۀ کور کښې د دانو پۀ توڼۍ کښې شپه وه-  هغه د خپلې نظرئې اؤ  فکر سره مخلص وو- ځکه نو د مفرورتيا پۀ دې دور کښې هغۀ ته هم هر چا عزت ورکړے دے- ډيرو خلکو د هغۀ نه د خپلو کورونو پرده ماته کړې ده- خو هغه ئې د رياستي جبر نه بچ کړے دے- پۀ خپله شمس هم د دغو خلکو احسانات لا تر اوسه پورې هېر کړي نۀ دي- خو چې دلته ئې نور ګذران ګران شو- نو د اجمل خټک صاحب اؤ جمعه خان صوفي پۀ مشوره افغانستان ته لاړو- اؤ داسې تر شلو کلونو پورې کله مفرور, کله جلا وطن اؤ کله د جيل د تورو تمبو شاته پاتې شو- 

دا دومره اوږده موده د هغۀ ځوانې ښځې, بوډۍ مور اؤ تنکو ماشومانو د هغۀ د يو نظر ليدو پۀ ارمان تېر کړو- دا مقدمه هم لکه د نورو ډيرو مقدمو پۀ شان تر اوسه پورې پۀ التوا کښې پرته ده- چې شمس اؤ د هغۀ پۀ شان نورو پۀ سؤنو, پۀ زرګونو انقلابيانو چې کوم جدوجهد کړے دے- پۀ دې جدو جهد کښې د دوئي قرباني ډيره ده- کۀ د دوئي د ښځو اؤ ماشومانو- ----- ؟؟

د شمس د انقلابي جدوجهد پۀ اور کښې به د هغۀ ميرني وروڼه اؤ د خاندان نور خلک هم سوزيدلي وي- د تکليفونو اؤ اذيتونو نه به تېر شوي وي- خو زۀ فکر کوم چې کله هغۀ پۀ ځوانه ځوانۍ کښې سرکاري نوکري پريښوده- د کور نه باغي شو- اؤ د انقلاب سندرې ئې شروع کړې- نو د هغۀ بوډۍ مور به د هغۀ ځوانې ښځې اؤ تنکو ماشومانو ته پۀ کومو لفظونو کښې تسلي ورکوله- --- ؟؟

د تسلۍ اؤ اوميد دغه لفظونه, چې زۀ ئې د ډېر سوچ باوجود نۀ جوړولے شم, نۀ ئې توان لرم - ---- هغې به د خپل زلمي ځوي پۀ هجر اؤ کرب کښې څنګه ادا کړي وي----------؟؟

دا يوه بيله الميه ده, چې سړے خپل کور اؤ خپل بچي لوږو تندو ته پريږدي اؤ پۀ عالمي دنيا کښې د امن, مساواتو اؤ انصاف ګټلو دپاره مټې را اونغاړي- نۀ پۀ لوړه وي اؤ نۀ پۀ ژوره, د داسې جدوجهد تشريح هم ګرانه ده- ----- زمونږ د انقلابيانو الميه دا هم ده- چې پۀ دوئي کښې تر اوسه پورې چا پۀ خپل جدوجهد دومره څۀ نۀ دي ليکلي- چې سړے ترې د هاغه وخت معروضي حالات اؤ د دوئي د قربانو محرکات معلوم کړي-  پۀ کور کلي کښې د شمس د خاندان نه زيات د پارټۍ ملګري د هغۀ د بچو اسره وه- خو د بل پۀ اسره به سړے ترڅو پورې ژوندے وي-؟

پۀ هرحال شمس کۀ نن صبا څۀ ناڅۀ اسوده حاله دے- اؤ ډېر د خوشحالۍ ژؤند تيروي- خو ډېر کم خلک به خبر وي چې د هغۀ د دې اسوده حالۍ هم نولسم کال دے- هغه هر چرته اؤ بيا بيا دا خبره کوي- چې د وکيل پۀ حېث چې ما کله پۀ کال 1992ء کښې د يوې زنانه نه د مقدمې فېس واخستو- نو نيغ سواړۍ ته لاړم- د شيشې يؤ جګ اؤ شپږ ګلاسونه مې پرې واخستل- ----- اؤ دا قيصه هم د دې دپاره کوي چې تر دغه وخت پورې زمونږ پۀ کور کښې د شيشې جګ اؤ ګلاس هم نۀ وو- 

هغه اوس ښې ډيرې روپۍ ګټي اؤ پۀ يارانو, دوستانو ئې خرڅ کوي هم- پۀ يؤ وخت لس, شل ميلمانۀ پالل د هغۀ دپاره څۀ خبره نۀ ده- هغه روزانه سحرمال دومره وختي راپورته کيږي- چې تر شپږو بجو پورې ئې د خپلو ټولو عدالتي فائلونو کار مکمل کړے وي- هغه شاعري د خوارانو, غريبانانو اؤ بې وسه خلکو دپاره کوي- خو پۀ خپله هره هفته د مردان د يؤ نواب سلام ته بلاناغه ورځي- پۀ دې وجه نه چې ګني دغه نواب ته پۀ موجوده حکومت (2008/2013ء) کښې هاغه مقام حاصل دے- کوم چې پۀ نړيوال سياست کښې وائټ هاؤس ته پۀ برخه رسيدلے دے- بلکه نواب صاحب د شمس بونيري د " پښتون زلمي " د جدوجهد د دؤر  ملګرے پاتې شوے دے- 

د خپل متنازعه شخصيت باوجود هغه پۀ سياسي ميدان کښې خپل يؤ حېثيت لري- ډېر ښۀ مقرر هم دے- د مخالف فريق خبره پۀ سړه سينه اوري- پۀ غېر جذباتي انداز کښې خپله خبره پۀ دليل سره کولے شي- 

زۀ پۀ دې موقعه د هغۀ د شاعرۍ پۀ حواله څۀ وئيل نۀ غواړم- دغه زما منصب هم نۀ دے- بله دا چې هسې هم د هغۀ شاعري ډيرو خلکو ته رسيدلې ده- هر څوک پرې خپله راے ورکولے شي- البته هغه پۀ خپله وائي چې ما د کال 2005ء نه پس پۀ نوي رنګ کښې شاعري شروع کړې ده- پۀ خپل کوم عاليشان کور چې ئې " کوډله " نوم ايښے دے- دلته ئې هم د شعر اؤ ادب پۀ حواله څو ښکلي پروګرامونه منعقد کړي دي- زمونږ د جرګې اجلاسونو ته هم کله, کله راځي- خو د " بونير ادبي جرګې " سره د مرستې يا د جرګې د پرمختګ پۀ حواله زمونږ دې دروند مشر, د يؤ ماشوم هومره کردار هم نۀ دے ادا کړے- پۀ جرګه يا تنقيدي اجلاس کښې صرف د يؤ درانۀ مشر پۀ حېث ناسته اؤ ملګرو ته د پنځوس روپۍ چندې پۀ ځاے, سل دوه سوه روپۍ چنده ورکؤل اؤ پۀ مخه تلل, د دې غمازي کوي چې هغه واقعي د اديب اؤ شاعر نه زيات سياسي ورکر اؤ ليډر دے- هم دا هاغه نکته ده چې د دۀ پيژندګلو زمونږ سره د يؤ افسانوي شخصيت پۀ حېث کوي- اؤ د هغۀ شخصيت ئې متنازعه کړے دے- 

هغه د اجمل خټک, قلندر مومند , مهدي شاه باچا, سرنذيب سواتي, سليم راز اؤ د نورو لويو, لويو پوهانو سره پۀ مودو ناسته کړې ده- پۀ کار ده چې د يؤ تکړه وکيل پۀ حېث هغه د خپل ځان محاسبه پۀ خپله اوکړي- چې دغو درنو مشرانو د ادبي جرګو اؤ نوي نسل د روزنې دپاره څۀ, څۀ نۀ دي کړي-------؟؟ حالانکه دغه ټول اديبان, شاعران اؤ دانشوران هم د ادب اؤ سياست سره وابسطه وو- هغه به پۀ دې هم پوهيږي چې دې دنيا ته هر څوک د يؤ ډېر محدود اؤ مختصر وخت دپاره راځي- اؤ وخت نۀ څوک معاف کوي , نۀ د چا انتظار کوي_____. 


       سواړۍ- بونېر __26/02/2011


( يادګيرنه- پۀ 4, مارچ 2011ء د بونېر ادبي جرګې پۀ يوه غونډه کښې تنقيد ته وړاندې شو- اؤ پۀ 10, فرورۍ 2013ء د شمس بونيري صاحب د کتاب " د زندان رڼا " د مخکتنې پۀ دستوره کښې واورولے شو- طاهر بونيرے)

کوئی تبصرے نہیں

ہم سے رابطہ