Page Nav

HIDE

Grid

GRID_STYLE

تازہ ترین:

latest

رحمت شاه سايل

  ګودر به څه کړو چې ې ديدن پرې د سرکار ونکړو هائے! ماسره فکر شي چې يو بل ته ازار و نکړو رحمت شاه سايل په کال 1950 کښې د ضلع ملاکنډ د تحصيل د...


 

ګودر به څه کړو چې ې ديدن پرې د سرکار ونکړو
هائے! ماسره فکر شي چې يو بل ته ازار و نکړو


رحمت شاه سايل په کال 1950 کښې د ضلع ملاکنډ د تحصيل درګۍ نه درې کلوميټره نمر خاته اړخ ته د ورتير په کلي کښې زيږيدلې دے. چې يې د ډير لږ عمر نه د پښتون قام د بيدارۍ لپاره په عملي سياست او پښتو شاعرۍ کې برخه اخيستې ده. دوي د کال نولس سوه اووه/ اتۀ شپيته کښې د ملي عوامي ګوند سره د پښتون قام د پرمختګ په خاطر برخه واخيسته. تاسو د پښتو ژبې سره مينه لرونکو نوي کل د پاره د وياړ سبب يې. 
تاسو تر اوسه پورې د پنځلسو خواوشا کتابونه په پښتو ژبه کې ليکلي. له دې عظيمو خدماتو له کبله تاسو تر اوسه د پينځه ديرش شمير پورې ايوارډز تر لاسه کړي. 
پښتون قام چې ډير په بد مرض اخته دي. او هغه مرض يې دا دې چې دوي د مرګ نه پس خپل اتلان ستائي. خو دا ځلې د پښتون قام په پت باندې مئينو خلقو هڅه وکړه چې دوي به هر کال شلم جون ۲۰ د رحمت شاه سايل صيب په حقله په خصوصي توګه نمانځني. او دا سلسله د نن نه يو کال وړاندې په کال ۲۰۲۱ کښې شورؤ شوه. چې نن يې اولنۍ کلئيزه ده. پښتون قام په مختلفو توګو د نن ورځ د اهميت په حقله د رحمت شاه سايل صيب ورځ د زړه نه‌و نمانځله. چې په دې مثبت سوچ او مهذبه‌ ګام پورته کولو باندې ټول پښتون اولس او په خصوصي توګه د پښتو ادبياتو اتلان د‌ستائينې وړ دي.
ع....
څومره د ښايست د نظر اور دے، په دې خاوره کې
څومره خاموشي ده، څومره شور دے په دې خاوره کې
چا پرې بلــــوسه ونکړه، چا پکې ســـر او نه خوړ
څومره بې وسي ده، څومره زور دے په دې خاوره کې
تور به يې قسم دئ چې په سر په سترګو اخلمه
ورک زما د دواړو سترګو خوب دے په دې خاوره کې
لوبې به‌ډير عمر په رنګونو پسرلي وکړي
داسې مې د وينو څادر خور دے په دې خاوره‌کښې
مرم د تندې مرم، خو د ژوندون اوبه ترې څښې نه شم
دا جام د پيړو پيړو نڅکور دے په دې خاوره کښې
زړه پکښ غوث هم د سايل، هم لکه مسکې د ګل
خدايه څومره درد څومره ټکور دے په دې خاوره کې
( رحمت شاه سايل صيب)
عنوان: د پښتون اتل رحمت شاه سايل د خصوصي ورځ ۲۰ جون په حقله يوه لنډه پيژندګلو.

کوئی تبصرے نہیں

ہم سے رابطہ