Page Nav

HIDE

Grid

GRID_STYLE

تازہ ترین:

latest

ډاکتر اسرار اسرار

  د تورو شپو په تورتمونو کې ډېر لرې لا ړم زه په لټون د سحرونو کې ‌ډېر لرې لا ړم ته بې خیالۍ کې زما خواته را نزدې څه شولې زه دې د خوانه په سو...


 د تورو شپو په تورتمونو کې ډېر لرې لاړم

زه په لټون د سحرونو کې ‌ډېر لرې لاړم


ته بې خیالۍ کې زما خواته را نزدې څه شولې

زه دې د خوانه په سوچونو کې ‌ډېر لرې لاړم


ستا به مسکا لکه د گل عادت وي څه خبروم

چې په یقین د گو مانونو کې ډېر لرې لاړم


ستورو مې اورېدې خبرې وار په وار اوده شو

زه د سپوږمۍ نه تپوسونو کې ډېر لرې لاړم


اسراره وایي د دنیا خلق چې مړ شو اسرار

دومره د حسن په خیالونو کې ډېر لرې لاړم

کوئی تبصرے نہیں

ہم سے رابطہ