Page Nav

HIDE

Grid

GRID_STYLE

تازہ ترین:

latest

ډاکتر اسرار اسرار

  ماته زړگی وایي، لېونی غزل به وایې  بیا د سور سپرلي، د مېکدې غزل به وایې مرگ د ولولو رانه ، وېرژنې ساندې غواړي ژوند راته نارې وهي، ژوندی غز...


 ماته زړگی وایي، لېونی غزل به وایې 

بیا د سور سپرلي، د مېکدې غزل به وایې


مرگ د ولولو رانه ، وېرژنې ساندې غواړي

ژوند راته نارې وهي، ژوندی غزل به وایې


ما نه که پوښتنه کړې، زما د شعر ذوقه

بس! د خپلې خاورې، پښتنې غزل به وایې


مادې فال کتلی دی زاهده ، مه قارېږه

اړوې به لاسو کې تسبې، غزل به وایې


ډېرې که زه نوې نغمې راوړمه اسراره

وایي مې یاران، چې پخوانی غزل به وایې

کوئی تبصرے نہیں

ہم سے رابطہ