Page Nav

HIDE

Grid

GRID_STYLE

تازہ ترین:

latest

شاه سعود

 اور سره بل شمه لمبې وکړم که څه وکړمه  ستا د ساګانو نه جامې وکړم که څه وکړمه    د سیند په زړه کې مې سپوږمۍ په نڅا ولیدله  ورسره ګډ شمه څپې و...


 اور سره بل شمه لمبې وکړم که څه وکړمه 

ستا د ساګانو نه جامې وکړم که څه وکړمه

  

د سیند په زړه کې مې سپوږمۍ په نڅا ولیدله 

ورسره ګډ شمه څپې وکړم که څه وکړمه

  

سم له سهاره یې تر دره رسیدلی یمه 

تر ماځیګره ورته شپې وکړم که څه وکړمه

  

چې سمندر وم په لاسونو مې سفر کولو    

اوس چې صحرا شومه نو پښې وکړم که څه وکړمه 


د هر څه حد وي زندګۍ ظالمې بس دی کنه 

نور درته ټیټ شمه سجدې وکړم که څه وکړمه   


څادر مې نشته او ساړه بی وسي نه پیژني 

مورې مرغۍ شمه بڼې وکړم که څه وکړمه  


#سعوده زه هم د بی حسو بی ضمیرو په شان   

لوظونه خرڅ کړم او مزې وکړم که څه وکړمه

کوئی تبصرے نہیں

ہم سے رابطہ