غزل خپل ارمان پسے نارے وهم روان يم په جانان پسے نارے وهم روان يم ورک له ځانه يم په لار کښي د سفر خپل په خپل ځان پسے نارے و...
غزل
خپل ارمان پسے نارے وهم روان يم
په جانان پسے نارے وهم روان يم
ورک له ځانه يم په لار کښي د سفر خپل
په خپل ځان پسے نارے وهم روان يم
تنګ راغلے يم په مزکه د هستئے نه
په اسمان پسے نارے وهم روان يم
کم مي تاؤ د مزل نه شو د فراق خپل
په باران پسے نارے وهم روان يم
خپل ادراک پسے ليواله بے درک يم
خپل وجدان پسے نارے وهم روان يم
لامکانه! خپل مکان ته مي نزدے کړے
خپل مکان پسے نارے وهم روان يم
خدائ زده څنګه ترے شوم پاتے زه شناس!
خپل کاروان پسے نارے وهم روان يم
ګوهر شناس
کوئی تبصرے نہیں