Page Nav

HIDE

Grid

GRID_STYLE

تازہ ترین:

latest

قيصر افريدے

 په خولۀ دې څه ووئیل، زړۀ دې چرته لارې وکړې بالغه یاره ــــــــــ دا دې څه ماشومې چارې وکړې ورکه اولسه! ـــــــ زما چغې  درپسې ورکې شوې په د...


 په خولۀ دې څه ووئیل، زړۀ دې چرته لارې وکړې

بالغه یاره ــــــــــ دا دې څه ماشومې چارې وکړې


ورکه اولسه! ـــــــ زما چغې  درپسې ورکې شوې

په دې بېدیا کښې ما د زړۀ په زور کوکارې وکړې


یوه په بله پسې ـــــــــــــــــــ بله دې په بله پسې

دا خو دې چارې نۀ دي ـــ دا خو دې ناتارې وکړې


خپلو زخمونو وته ګورمه ــــــــــــ او خاندم ورته

دغه حملې خو په ما ـــ خپلې شاه سوارې وکړې


د تلو راتلو دا سلسله ـــــــــــــــ باید رالنډه کړمه

ډېره مې ستړې کړه ــــ ښېرې راته رېبارې وکړې


وخت له به ګورو او د وخت سره به سم چلېږو

عمر دې کم وۀ ــ خو خبرې دې هوښیارې وکړې


دا ځل قېصره! ـــــــ د پاړو جذبه به ښائې ورته

که بیا د زهرو فوارې ـــــــــ هغې ښامارې وکړې

کوئی تبصرے نہیں

ہم سے رابطہ