ځم له مينځه ځمه او نعرې کووم اور رالګيدلې دې لمبې کووم کله يم ژوندې ژوند خو وژلې يم لاړم لمونځ د خپلې جنازې کووم ياره زوتووم دې کلمه مې ي...
ځم له مينځه ځمه او نعرې کووم
اور رالګيدلې دې لمبې کووم
کله يم ژوندې ژوند خو وژلې يم
لاړم لمونځ د خپلې جنازې کووم
ياره زوتووم دې کلمه مې يي
ځان سره لګيا يم زمزمې کووم
بيرته راروان يم راجاروځمه
زړه د خداې په نور وينځم توبې کووم
يه د خداې بنده خله به دې ګونګه شی
څه واېې چې تاته به سجدې کووم
پير وهمی مې لاس په سر راښکلې دې
بيعت مې اخستې وظيفې کووم
وهمی اورکزې
کوئی تبصرے نہیں