غزل په عيبونو مي خاموشه آئينه ده ګوره څومره پرده پوشه آئينه ده پرون هلته او نن دلته سبا بل ځائي ما ...
غزل
په عيبونو مي خاموشه آئينه ده
ګوره څومره پرده پوشه آئينه ده
پرون هلته او نن دلته سبا بل ځائي
ما سره خانه بدوشه آئينه ده
چي له کله مي دې يار ورته کتلي
له هغي ورځي مدهوشه آئينه ده
هر سنګار ته يي حيرانه ده ولاړه
هر ديدار ته يي پرچوشه آئينه ده
در معلوم به شې دا سوال تري خپله وکړه
چي بے ژبانه که بے ګوشه آئينه ده
يار مي تلي څه له غيګي دي شناسه !
زما تلي له آغوشه آئينه ده
ګوهر شناس
کوئی تبصرے نہیں