Page Nav

HIDE

Grid

GRID_STYLE

تازہ ترین:

latest

طيب خان

 ازار او بازار ........................ د ګران باچا په رحلت زما خپله هم زړه وران وو خو ابوذر باچا ته مې د مشرۍ د کبله دلاسه ورکوله, ما ورته ...


 ازار او بازار

........................


د ګران باچا په رحلت زما خپله هم زړه وران وو خو ابوذر باچا ته مې د مشرۍ د کبله دلاسه ورکوله, ما ورته وې, ته حوصله مه بائيله د کاکاجي برکتونه به تل زمونږ سره وي, ابوذر په مړاؤ سترګو راوکتل نو ما ورته ووئيل, د ځانه خبره نه کوم دا د کتاب خبره ده دا وخت نه دی خو  بيا به ئې درته کله بيان کړم.

د ګران باچا د وفات څه موده شوې وه چې د شپې ناوخته زما د دفتر نه بهر زما د نيازبينو بوټو او ګلونو په مېنځ کښې د پلاستک په چوکو هوا خورئ ته ناست وو چې هم دغه بحث شو, ابوذر باچا دغه د برکتونو د کتاب نه د ثابتولو پوښتنه وکړه.

ما ورته ووئيل, په قران مجيد کښې د يو سړي او موسی عليه السلام قيصه ده, دغه قيصې ته د حضر عليه السلام او موسی ع قيصه هم وائي دغه ځانله بحث دی خو کله چې موسی ع په رخصتېدو کښې د دغه سړي نه پوښتنې کوي نو يوه دا هم وي چې دغه دېوال چې غورزېدو, دغه خو بلها ظالمان خلق وو مونږ سره ئې بده رويه وکړه تاسو د دغه خلقو دېوال ولې سم کړو؟

سړی ورته وائي چې دغه دېوال د يو يتيم ماشوم دی چې پلار ورله په کښې خزانه دفن کړې ده که چرې غورزېدلی وو نو ظالمانو ورله د يتيم مال تالان کوو, دغه خبره چې په کوم ايت کښې بيان شوې ده هغه ډېر د سوچ او فکر وړ دی, د سوره کهف ايت دی:

وَ اَمَّا الْجِدَارُ فَكَانَ لِغُلٰمَیْنِ یَتِیْمَیْنِ فِی الْمَدِیْنَةِ وَ كَانَ تَحْتَهٗ كَنْزٌ لَّهُمَا وَ كَانَ اَبُوْهُمَا صَالِحًاۚ-


زما په اند دلته ټوله خبره په دغه ابوهما صالحا کښې راغونډه ده چې پلار ئې نېک سړی وو, ددې کبله زه په دې نتيجه رسېدلی يم چې د نېکانو خلقو برکتونه نه ختميږي, ابوذر باچا دې خاطر جمع ساتي چې د ګران باچا غوندې خلقو برکات قائم وي, دا خبره ما بيا په خپل يو شعر کښې ځائی کړه:


ابوون صالحون ئي د کتاب نه ثابتيږي

برکت د نېکو چارو به په ګور کښې هم ځان ښائي


د ګران باچا په ژوند هم د هغوي د شخصيت په کمالونو زما باور وو او ليدلي مې هم وو خو د مرګ نه پس مې هم د هغه برکتونه وليدل, پېښې او قيصې ئې ډېرې دي, د ټولو نه لويه خو دغه د اردو د کتاب واقعه ده, په کتاب کښې مې هم ددې کبله اشارتن ذکر کړی وو چې زه د چا تضحيک کول نه غواړم ګنې پاکه قيصه به مې ليکلې وه, دغه کتاب ما د يو ملګري په غوښتنه د يو ادارې د پاره ليکلی وو, دغه ادارې ته مې هم د هغه ملګري په وېنا درخواست يوړو چې بقول د ملګري دا هسې کاغذي کاروائي وه, د دغه ملګري نيت مې هم سم وو خو چې ورغلم هلته د پښتو په نمائندګۍ يو ښاری ناست وو چې غني خان ئې,, نن د دغې ښار کرېلا ټول په تا تمام کووم,, کښې ذکر کړی دی او زمونږ ملګرو به ورته ,,تسي,, والا وئيل, دغه ښاري زما نه ډېر د تکبر  په ډکه لهجه پوښتنه وکړه چې ,,ته خو پښتون شاعر دی نو ولې اردو باندې ليکل دی,؟,, ما ورته وضاحت وکړو, هغه وئيل, دا هسې خبرې دي دا اداره د کتاب په سر څه لږې پېسې ورکوي دغې پېسو دا پښتانه شرمولي دي, څه اوتې بوتې په ګډه وډه اردو کښې وليکي دلته پرې بيا مونږ شرميږو, په دې هم ځان پوهه کړه چې په دې خپل درخواست پسې به هم شپږ مياشتې چکرې لګوې ورپسې ئې بلها ګلونه نور هم ودوړول,

ما ورته په عاجزۍ عرض وکړو چې ستاسو ددې ادارې يو تن چې ستا نه په عهده هم لوړ دی په وچ زور په ما دغه کتاب ليکلی دی نو چکرې خو پسې بيخي نه لګوم او د پېسو هم په قيصه کښې نه يم زه په قلم ګټې نه کوم روزګار مې نور دی ما دا کتاب د ګران باچا په مينه کښې ليکلی دی, ته خو ګران باچا پېژنی؟

وئيل, کوم ګران باچا؟

ما ورته وې, اکرام الله ګران,

داسې سر ئې وړقوو, وئيل هو, چرته مې نوم اورېدلی دی, 

چې سړي وې نوم مې اورېدلی دی نو زما وار خطا شو, ما وې, ته راکړه زما درخواست,

وئيل څه پرې کوې, هغه خو جمع شو, ما وې راکړه درخواست ګنې در باندې دانګم د............... ته دلته د پښتو په نمائندګۍ ناست يې او د ګران باچا دې نوم اورېدلی دی ,ته خو .............................. او خوشې ........... خوری چې ناست يې, خېر ورپسې قيصې نه تېر يم, د کتاب مسودې پسې بيا ملګري راغلل خو ما د جرګې نه وړاندې چاپ ته لېږلې وو, د چاپ نه پس چې کتاب څومره ونازول شو, څو وارې خلقو په غلا هم چاپ کړو او خرڅ ئې کړو, بل اېډيشن ئې هم چاپ شو نو زه په دې نتيجه ورسېدم چې دا هم د ګران باچا برکتونه وو او نه ئې غوښتل چې دا کتاب د دغه ادارې نه چاپ شي او بيا د دغه ادارې د نورو چاپ کتابونو په څېر په المارو کښې په ګردونو کښې ډوب شي, دغه ښاری چې ما ته ئې د شپږو مياشتو د چکرو نه وئيل شپږ ورځې هم په دغه اداره کښې پاتې نه شو او ترې خبر شوم چې څېرې ئې ورته تړلې وې او د ادارې نه ورک شو.

دا قيصه رانه وغزېده, دغسې نورې هم بلها قيصي دي چې د مرګ نه پس ئې د ګران باچا په برکتونو زما عقيده پخه کړې ده, د ګران باچا په دعا رنګ خلق مې هم ليدلي دي او د هغه ازار وهلي هم, هسې خو به ګران باچا چا ته هم ازار نه کولو خو د رب د داسې نيازبينو په اړه خدايي نظام هم څه وجود لري, څو کسان په شا و خوا کښې اوس هم شته او ملګري ئې پېژني چې د ګران باچا ازار وهلي دي, ما وړاندې هم عرض کړی چې د چا تضحيک زما غرض نه دی ددې کبله اشارتن خبره کولې شم, يو کس د ګران باچا د ازار د لاسه په بده ورځ شوی وو, ما ورته د چا په خوله خبره ورسوله چې استغفار دې وکړي او د ګران باچا قبر ته دې حاضر شي, 

يو بل سړی په عجيبه لانجه اوړېدلی وو چې ډاکټرانو, حکيمانو او دمګرو سره ئې علاج نه وو, چې لاچاره شو نو د ابوذر باچا په واسطه ئې ما سره رابطه وکړه, ما ورته ووئيل چې الله ته توبه وباسه او د ګران باچا نه معافي وغواړه, هغه وئيل, ګران باچا خو وفات دی, ما ورته وې قبر ته ئې حاضر شه, 

يو مشر دی چې د ګران باچا سره ئې په ژوند بغض او کينه ما ليدلې وه اوس ئې ژوند د ازاريانو دی, دغسې بلها قيصي دي چې زه ترې په دې نتيجه رسېدلی يم چې د ګران باچا غوندې ملنګانو سره څوک هم کينه وساتي, خپل عمل به ورته خپله ورسيږي, رحمان بابا فرمائيلي دي:


په هر چا چې د غضب لينده کړي کښه

خطا نه درومي ګزار د دروېشانو

کوئی تبصرے نہیں

ہم سے رابطہ