زه خو په دشتو باندې سر یم دنیاداره ته یې هنداره زه نه یم چې ماته شم هنداره ته یې د زړه تړون په ماتولو باندې نه ماتیږي خوبونه مانه تښتېدلي ا...
زه خو په دشتو باندې سر یم دنیاداره ته یې
هنداره زه نه یم چې ماته شم هنداره ته یې
د زړه تړون په ماتولو باندې نه ماتیږي
خوبونه مانه تښتېدلي او بېداره ته یې
منزل مې نه یې خو چې نه یې نو منزل مې نه وي
په هغه ځمه چې د ژوند په کومه لاره ته یې
زه تانه پس هم تا لرمه او ته ما نه لرې
خوار شوی زه یمه کم عقلې او که خواره ته یې
بغیر له تا راته د کلي خلک نه راګوري
بدرنګه زه ښکارم سعوده بې سینګاره ته یې
سید شاه سعود
کوئی تبصرے نہیں