Page Nav

HIDE

Grid

GRID_STYLE

تازہ ترین:

latest

خيام يوسفزے

    ګران او خوږ پرفيکشنسټ شاعر ښاغلي خيام يوسفزي سره زما مخامخ ليدل کتل نه دي شوي خو د فيس بک مننه چې ډير داسې کسان ،او د ادب خاوندان ئې راو...

 


  ګران او خوږ پرفيکشنسټ شاعر ښاغلي خيام يوسفزي سره زما مخامخ ليدل کتل نه دي شوي خو د فيس بک مننه چې ډير داسې کسان ،او د ادب خاوندان ئې راوپيژندل څوک چې که په وجودي حواله زمونږ نه ډير لرې دې خو په فکري اعتبار راته ډير نزدې شوي دي. د دوه درې کالو راهسې زه خيام يوسفزې په پښتو ډاټ نټ ( د دوئي ذاتي پاڼه )او د فيس بک د پښتو په فورمونو کې وينم. د دوئي شخصيت او فن دواړه يقينا چې د ډيرې ستائينې وړ دي ځکه چې په دې دوه کاله کې ما د دوئي د شخصيت اخيري حدونه هم وليدل او د يو عام ژوندون په هنداره کې مې هم وځيرولو.چې څومره د سړې او فراخه سينې خاوند دے .يو مکمل ادبي انسان دې چې د ژوند اډانه ئې ټوله په ادب ودرولې ده فن ئې هم د خپل شخصيت تر اغيزه لاندې مدهم ،ملائيم او پرفيکټ دے. دوئي په دې موده کې نه چا سره جنګ وکړو نه ئې څوک ورټلو نه ئې چا ته ازاري خبره وکړه نه ښکنځل غيبت يا بل څه بد رد شکوه شکايت ګيله مانه د دوئي د ليک لوست نه ما چرته محسوسه کړه هم دغه رنګ د دوئي د ادبي ذوق هم ښائيسته انځور زمونږ مخې ته رامخې ته کيږي. د دوئي په کلام کې هم ما د بهرتئ شعر ونه ليدلو .د دوئي ټول شعرونه د اعلي ذوق نمائيندګي کوي. د دوئي په شاعرئ کې مشکل پسندي ليدلې کيږي..د سختو قافيو او رديفو سره بلد دا شاعر د تمامو مروجو علومو ،مشاهدو او تجربو تر مخه شاعري کوي. کم ليکي خو ښه ليکي. د خيام د پلار نوم عاطر یوسفز ے دے د بټ خيلې ملاکنډ ايجنسئ اوسيدونکې دا زيرک شاعر په ۸ فروري ۱۹۸۲ عيسوي کال کې پيدا شوې دے د بیچولر اف انفارمیشن ټیکنالوجي دګري ئې د پېښور پوهنتون څخه اخيستې ده او ماشاالله د الله د پاک او سپيځلي کتاب قران حکيم حفظ ئې د ۱۹۹۵ نه ۱۹۹۶ پورې کړې دے د کوم په برکت چې د خيام په ژوند کې د لوړ او سپځلي انسانيت ښائيسته بدلون راغلې دے د دې هر څه سره لکه د پخوانو اشرافو اسلافو په شان د موسیقۍ تعلیم هم څه توريبا درې کاله د پېښور او د کلي د استا‌ذانو نه حاصل کړې دے. شعري ټولګه جام جنون جانان ئې چاپ ته تیار د کتاب نوم دے د خوښې شاعر حضرت خو شحال خان بابا دے د پښتو ډاټ نیټ شبکه ئې د ۱۹۹۷ نه واخله تر نن تاريخ پورې ښه په ميړانه چلولې ده چې تقريبا ۲۰۰۰ کتونکې ئې هره ورځ ګوري او استفاده ترې اخلي. د پښتو ژبې سره د مينې او د اعلي ذوق اندازه ئې ئې د مويسقئ سره بې کچه مينې او دخپلې پښتو ځانګړې پاڼې پښتو ډات نيټ نه په اسانه لګيدلې شي ،چې د خوارئ مزدورئ وروستو دوئي ورله ټول وخت ورکړې دے په کوم کې چې ،د موسيقئ،او ادب په حکله لويه خزانه راجمع شوې ده. د هر پښتون وګړي شاعر او اديب ئې په مساويانه توګه درناوې کړې دے په خپله پاڼه کې د دوئي ډير زيات زيار وينم..د ډيرو شاعرانو کتابونو ته ئې د نټ (اي بک) بڼه ورکړې ده چې يقينا د ډير کړاو کار دے. هم دغه رنګ د پښتو موسيقئ خزانه ئې هم جمع کړي ده . د دې ټولو خبرو نه دا ثابتيږي چې خيام د ځان د پاره دا کارونه نه کوي بلکه د ټول اولس او قام د کلتور او ادب د ګټې د اپره دا زيارونه ئې ګاللي دي. زما دا يقين دی چې د پښتو په تاريخ کې به د ښاغلي خيام يوسفزي دا خدمتونه تل تر تله ياد وساتلې شي. زما دا هم باور دے چې د خيام يوسفزې شاعري چې هر کله هم چاپ شوه ،به خپل ځانګړې مقام ومومي . او انشاالله چې د پښتو ادب په خزانه کې به يوه ګټه وره اضافه ثابته شي. زه د ښاغلي شاعر خيام يوسفزي نه د ډيرو ګټورو ادبي پنګو راوړلو او ښې شاعرئ اميدوار يم.

 په درناوي -

---- فيروز افريدي




د کلام نمونه :::


ټول رنګـــونه دې راغنډ کړل په نقاب کښې
خلل جوړ شو دَ سپـرلی په آب و تاب کښې
زما ځـــــانه ، زما جــــانه ، ما خبـــر کـــــړه
زما ژوند به ساتې څو په اضطراب کښې ؟
تاته خـــــط نشــم ليکلے لۀ دې وېــرې
چې خبـر يم ته به څۀ ليکې ځواب کښې
ستا دَ هجـــر په صحرا کښې جل وهلے
مُستغرق مې کــړه دَ وصل په درياب کښې
په سبا لۀ مې نا اشنا غـوندې حالت وی
کـــومه شپه چې دې زۀ اوينمه خواب کښې
ستا دَ لاس نخښې دَ ځـــان سره ساتمــه
وَچ ګلـــــــونه راسره دی په کتاب کښې
زۀ خيـــــام سکون په جــام کښې ځکه ګورم
سکـون نشته محبت خــــانه خراب کښې

کوئی تبصرے نہیں

ہم سے رابطہ