Page Nav

HIDE

Grid

GRID_STYLE

تازہ ترین:

latest

بخت ذاده دانش

 د ښاغلي بخت ذاده دانش صیب پيژندګلو نوم : بخت ذاده تخلص : دانش ښاغلی بخت ذاده دانش صیب د ښاغلي شیرزمان خان کره د جنورۍ پهٔ وړومبنۍ نیټه کال ...


 د ښاغلي بخت ذاده دانش صیب پيژندګلو

نوم : بخت ذاده

تخلص : دانش

ښاغلی بخت ذاده دانش صیب د ښاغلي شیرزمان خان کره د جنورۍ پهٔ وړومبنۍ نیټه کال نولس سوه اتیا کې 

 کې د پُښتونخواه د بر دیر ایالت پهٔ براول بانډۍ سیمه کې دې دُنیا ته سترګې پرانستلې.

 وړومبنۍ زدکړې پهٔ ګورنمنټ پرائمري سکول براول بانډۍ کې ترسره کړې.لسم ئې د ګورنمنټ هائير سیکنډري سکول خال دیر نه پاس کړو.د هغې وروسته ئې د پيښور پوهنتون نه پهٔ کال نولس سوه اُووهٔ نوي کې  پهٔ سیاسیاتو کې ماسټر وکړو.اؤ بیا ئې د هزارې پوهنتون نه پهٔ انګلیسي ادب کې د ایم فل ډګري ترلاسه کړله.

 ښاغلی نن سبا پهٔ شهید بینظیر بهټو یونیورسټي شیرینګل بر دیر کې د انګلیسۍ ژبې د لیکچرر پهٔ توګه دندې ترسره کوي.او ورسره د محاصیلینو د ټولنو لارښود(ډائيریکټر سټوډنټس سؤسائيټيز) پهٔ حیث هم کار کوي.

د کلام نمونې ئې دا دي

غزل

سلګۍ سلګۍ روانه ده،لمبه اخلي اؤ ژاړي

پهٔ تلو کې پهٔ شا ګوري اِجازه اخلي اؤ ژاړي


د لاسو نه نکریزې د چړو پهٔ څوکو بیائي

د شونډو پهٔ سرونو مې نامه اخلي اؤ ژاړي


رانجهٔ ئې د چشمانونه راتوئي پهٔ اننګو شول

ټوکمار نه د وادهٔ ځان له جوړه اخلي اؤ ژاړي


دا څوک دی چې ئې کټ له دومره ډیرې اُوږې راغلې؟

دا څوک دی چې هر څوک ئې جنازه اخلي اؤ ژاړي؟


دا څوک دی اؤ د کوم پلؤ راغلی اؤ دا ولې؟

دانشه د هر چا نه بخښانه غواړي اؤ ژاړي.


غزل

دغه غم پهٔ ما سیوا دی،دغه غم راسره یؤسه

خیر دی ډیر ماته پهٔ سر کړه،تهٔ لږ کم راسره یؤسه


راشه دې پولې ته کښینه،دا واښهٔ تهٔ بروټي کړه

دغه پنډ ماته پهٔ شا کړه،دا شړشم راسره یؤ سه


د ممبر د پاسه ناست ئې دغه سپينې حورې ستائې

راشه خلک ژوندون وسو،لږ مرهم راسره یؤسه


دغه تور اؤ تهمت څهٔ وي؟د سِتم اندازه څهٔ ده؟

راشه یؤ تهمت مې واخله،یؤ سِتم راسره یؤسه


زهٔ د کلي د هوښیار نه بس پهٔ دې خبره بیل شوم

ما وې ماله قلم راکړه،دهٔ وې بم راسره یؤسه


دا د هجر تورې شپې به د وصال سپوږمۍ رڼا کړي

راشه لاس  پهٔ لاس کې راکړه یؤ قدم راسره یؤسه


ای د جهل پهٔ تیارو کې د روښان فکر خاونده

راشه ګران دانشه راشه،دا تورتم راسره یؤ سه


(پيژند ګلو : ډاکټر آیاز یوسفزی دیر پُښتونخوا)

کوئی تبصرے نہیں

ہم سے رابطہ