Page Nav

HIDE

Grid

GRID_STYLE

تازہ ترین:

latest

ماښام خټک

  لار راته ښايي خو پۀ لار راسره تلل نۀ غواړي دروازه خلاصه کړي د کوره راوتل نۀ غواړي څومره چې خواته ورنيزدې شم راته لرې ښکاري لکه چې يار ما پ...

 




لار راته ښايي خو پۀ لار راسره تلل نۀ غواړي

دروازه خلاصه کړي د کوره راوتل نۀ غواړي


څومره چې خواته ورنيزدې شم راته لرې ښکاري

لکه چې يار ما پۀ خواصو کښې شمارل نۀ غواړي


څومره خور شوے پۀ ماحول د احساساتو تضاد

غم مو شريک دے خو زما سره ژړل نۀ غواړي



ډېر خبر لوڅه بې معنې شي پۀ دې کوڼ ماحول کښې

ځکه د کار خبره څوک د خلې وېستل نۀ غواړي


دا چې ګړۍ پۀ ګړۍ لارې د نظر بدلوې

فکر مې ستا پۀ فکر دغه شانې زغل نۀ غواړي


يا پۀ معمول کښې د شپې ښکاري طوالت راغلے

يا پۀ دې سيمه د ژوند سترګه راختل نۀ غواړي


خود کلامۍ ته خلق هر قِسم ته رنګ ورکوي

ماښام د ځان قيصه خپل ځان ته اؤرول نۀ غواړي


کوئی تبصرے نہیں

ہم سے رابطہ