Page Nav

HIDE

Grid

GRID_STYLE

تازہ ترین:

latest

اکرام الله ګران {ګران بابا}

  د ګران باچا، پيژندنه، مننه د طیب خان وروره اکرام الله ګران {ګران بابا}د چارسدې پړانګ په ياسين زو محله کښې په کال 1938 کښې د ساداتو په در...

 






د ګران باچا، پيژندنه، مننه د طیب خان وروره

اکرام الله ګران {ګران بابا}د چارسدې پړانګ په ياسين زو محله کښې په کال 1938 کښې د ساداتو په درنه علمي کورنۍ کښې زيږدلې دې، د پلار نوم ئي ميان فضل رحيم دې، چې د علاقې مشر او نوموړې ادبي، علمي شخصيت وو، د ګران بابا ادبي روزنه هم د ګران بابا پلار کړې وه،

ګران بابا خپلې اولنۍ زده کړې د تحصيل بازار په مکتب کښې کړې وې، د حالاتو دکبله ئي خپلو زده کړو ته دوام ور نه کړې شو،

ګران بابا د هلکوانۍ نه شعر ليکل شروع کړې وو،خو د خپل فطري معصوميت له کبله ئي خپل شعر څرګندولې نه شو، ميان فضل رحيم صيب د ګران بابا شعرونه ادبي ملګرو ته وړاندې کړل، او دې سره د ګران بابا ادبي سفر شروع شو،

وروستو د کال 1960 خوا و شا سيد جلال مضطرب مرحوم پښتو ادبي محفل چارسده قايم که، سيد جلال مرحوم د ګران بابا سره بې کچه مينه لرله، ګران بابا به ئي د ځان سره بقول ګران بابا هر ادبي غونډي ته راکښلو، د ګران بابا د وينا مطابق چې کله په رائټرز ګلډ پښتو اجلاسونو کښې د قلندر مومند صيب{مرحوم} او حمزه صيب {مرحوم} او نورو ملګرو سره ناست شروع شوه نو زما ادبي تنده ماته شوه،

سيد جلال مضطرب مرحوم، غني خان مرحوم، او حمزه شينواري مرحوم د ګران بابا نزدې دوستان وو،

د ګران بابا د واده سهره حمزه بابا ليکلې چې د ګران بابا په کتاب کښې چاپ ده،

د ګران بابا په شاعرۍ کښې زيات توجه غزل ته ده او نظم ئي ډير کم ليکلي دې، ګران بابا وائي چې مراد صيب به راته وې چې غزل او نظم دواړه ليکه، خو حمزه صيب به راته وېل چې غزل ليکه،

د ګران بابا د غزل يو کتاب ،،زما غزل،، اباسين يوسفزي صيب په اوچ زور چاپ کړې دې، نور کتابونه ئي چاپ ته تيار دې، خو ګران بابا ئي چاپ ته هيڅ شوق نه لري، ولې؟؟ {د دې ولې پته هغه چاته لګي چې ګران بابا د نزدې نه پيژني}

زما کوشش دې چي انشاالله په منت زارۍ د ګران بابا نه دا مواد تر لاسه کم، او چاپ کړم، څه مې ترې تر لاسه کړې هم دې، انشا الله ملګرو ته ئي وړاندې کوم،

زما خيال وو، چې د شاعرۍ نه علاوه د ګران بابا په شخصيت څه اوليکم، خو چې د ليکلو وخت راغې نو الفاظ ختم شو، دګران بابا په شخصيت کښې دومره معصوميت او دومره عاجزي ده، چې هغه زه په الفاظو کښې نه شم بيانولې، دومره سادګي او عاجزي ده چې سړي ته ژړي ورولي، دومره زهد او تقوٰي او صبر دې چې سړي بندګۍ ته جوړ کي، صرف دومره به اووايم، چې دومره سادګي، معصوميت او عاجزي په يو ځائي ما د ګران بابا نه علاوه بل چرته او نه ليده.

الله ج دې ګران بابا ته ډير ژوند ورکي، چې لاس ئي زمونږ په سر موجود وي،

د کلام نمونه،،

دلته د زور قدر خو شته قدر د زړونو نشته،

د زرو مخکښې هيڅ ښائيست د سرو ګلونو نشته،

رنګين به وي لکه جنت غوندې مانړي به لري،

بيا هم جانانه څه تعبير مې د خوبونو نشته،

زما د خيال د امن کلې څه په دا رنګه دې،

څه ويره نشته دروازې ئي د کورونو نشته،

ستا په نامه باندې چا ياد نه کړم په زړه مې شو داغ،

ګنې کمې په لمن د تهمتونو نشته،

ګرانه د ژوند د هلو ځلو ولې تيښته کوې،

تريخ حقيقت سره پونړې د قسمتونو نشته،

.........................................................

ستا د محبت نشې مې سر ته ځي.

خدائ خبر چې هوش له ما نه چرته ځي.

تته د قامت دې ائينه مه شه.

نن مې اسويلي د زړه بهر ته ځي.

داسې دې نمکينو کتو ياره کړم.

مالګې مې رسا زخمي ځيګر ته ځي.

مينې ليونۍ له مانه څه غواړې.

ګوره ليوني صحرا او غر ته ځي.

لمسې دې يادونو ورته اوکړلې.

خوب چې وو راغلې نو په بيرته ځي.

ګرځو د رخسارو په غرمو پسې.

تل ساړه اخيستې خلق نمر ته ځي.

ګران در سپيلنې شه چې رنځوره شوې.

دا قصور د ده سپيره نظر ته ځي 

کوئی تبصرے نہیں

ہم سے رابطہ