Page Nav

HIDE

Grid

GRID_STYLE

تازہ ترین:

latest

قېصر افريدے

 د شپې نه ووتې لېلو! ــــــ سحر ستومانه شولې د محبت ـــــــــــــ په اخري ډګر ستومانه شولې په یو خیالي سفرکښې هریو ګام دې ګټه راوړه وزره! ها...


 د شپې نه ووتې لېلو! ــــــ سحر ستومانه شولې

د محبت ـــــــــــــ په اخري ډګر ستومانه شولې


په یو خیالي سفرکښې هریو ګام دې ګټه راوړه

وزره! هاې ــــــ د حقیقت په ور ستومانه شولې


زما وجود، دمه دمه احساس دې، یاد شو که نه

ستومانه شوې، خو د انا په غر ستومانه شولې


حېف، لکه تته انګازه مې هم ـــــــ وانۀ ورېدلې

لکه له ورایه راروان خبر ـــــــــ ستومانه شولې


احساسه! نۀ ستړی کېدلې ـــ په خپل زړۀ دننه

بهر پښېمانه شولې ډېر ــــ بهر ستومانه شولې


ارمانه! غلی غوندې سر دې په زنګون کېښودو

جوړ د قېصر سره اخر په شر ستومانه شولې

کوئی تبصرے نہیں

ہم سے رابطہ