Page Nav

HIDE

Grid

GRID_STYLE

تازہ ترین:

latest

روغانے بابا

 كۀ هر څومره بېنوا خاورې په سر يم په دې خپله بدبختۍ كښې بختور يم كۀ زۀ مړ شم، مانه هېڅ نۀ پاتې كېږي زۀ لۀ ډېرې كمزورۍ نه زورور يم همېش ډوب ي...


 كۀ هر څومره بېنوا خاورې په سر يم

په دې خپله بدبختۍ كښې بختور يم


كۀ زۀ مړ شم، مانه هېڅ نۀ پاتې كېږي

زۀ لۀ ډېرې كمزورۍ نه زورور يم


همېش ډوب يمه په قرض حسنه كښې

لۀ دې هسې ښكلي نومه در په در يم


څه چل وشو كه چق پق او ړق په ړق يم

آخر بيا هم د زړې جونګړې ور يم


حق وينا رانه ډېر خلق مرور كړل

په دې خپل عادت لۀ ځانه مرور يم


عبد الرحيم روغانے د دې دور د پښتو شعر او ادب يو ياد نوم دے.د روغاني صاحب سره زما د تېر خوا و شا 23 کالو نه تعلق دے.ډېرې ناستې پاستې او سفرونه مو يو ځاے کړي دي. خپل بلها داسې شعرونه  يې راته وئيلي دي چې شايد زما نه علاوه يې بل چا ته وئيلي وي. د سوات په معلوم ادبي تاريخ کښې د يو شاعر يه حېث د روغاني صاحب  هومره شهرت هيچا ته نۀ دے نصيب شوے.نوې نغمه,ځورېدلي احساسات,سندريز احساس,د رڼا څاڅکي او سندرې او خبرې  يې د شاعرۍ چاپ کتابونه دي.کوربانۀ خيالونه او خودغرض يې نثري کتابونه دي.

روغانے صاحب د تېرې څه مودې راهسې ډېر زيات ناروغه دے.زۀ يې سره د ملګرو شوکت خزان,فېض علي خان يوسفزي او نعمان ازاد څو ورځې وړاندې تپوس له ورغلے وم او نن زۀ او شوکت خزان ملګرے بيا ورغلو.ګڼ شمېر شاعران اديبان يې تپوس له راغلي وو.زمونږ په ليدلو ډېر خوشحاله شو خو زۀ يې په ليدلو ډېر زيات خفه شوم.د حده زيات کمزورے شوے دے.نور ملګري چې لاړل نو مونږ يواځې پاتې شو.ډېرې خبرې يې راسره وکړې.د تېرو وختونو ډېر يادونه مو تازه کړل,ما ورته د خندا ځينې واقعات راياد کړل خو د خندا توان يې نۀ وۀ.د ادب په اړه مو خبرې وکړلې وئيل يې چې د خلقو کوم روزګار وي او د مرګ وخت يې نزدې شي نو په ذهن کښې يې د هغې کاروبار خبرې اوړي راوړي.وئيل يې چې د کله نه په کټ پرېوتے يم نو ډېر زيات شاعرانه خيالات مې په ذهن راورېږي خو د ليکلو طاقت يې نۀ لرم بس ايله دا دوه قطعې مې ليکلي دي.


چا لنډې دي راخستي چا اوږدې راخستې دي.

ناجوړه يمــــه لوڼـــو مي تسبې راخستې دي.


څه ناستي په‌ دعا‌ دي څه ولاړې په نفلونو.

په لاسو کښي دې ځينو سیپارې راخستې دي.

                

 تلاش بسيار دے خو امکان نۀ لري

چې دې جهان کښې چا جهان وليدو

انسان به  هله ځان کښې ځان وویني

کۀ آئينې په ځان کښې ځان وليدو


يوه ټپه يې راته هم وکړه او وئې وئيل چې ټپه د پښتنو د ژوند د هر اړخ احاطه کوي


چرګانو بيا بانګونه ووې

ژونده اوږو ته مې راخېژه چې دې وړمه

عطاءالله جان


ټول ملګري روغاني صاحب په خپلو دعاګانو کښې ياد ساتئ.


# تصوير زوړ دے

کوئی تبصرے نہیں

ہم سے رابطہ