لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي د يو چا خُمارو سترګو ته پرېوځي يو څوک شګې ګام پۀ ګام هوا ته نيسي سرچينه ...
لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي
ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي
د يو چا خُمارو سترګو ته پرېوځي
يو څوک شګې ګام پۀ ګام هوا ته نيسي
سرچينه ئې ده د عطرو سازه کړي
د وجود هر يو اندام هوا ته نيسي
دځوانۍ نزاکتونه ئې ښکاره شي
مسته ځان لکه د لام هوا ته نيسي
دا قاتل منظر مې هره ورځې وژني
سپين رُخسار چې د ماښام هوا ته نيسي
هواګانې ئې راوړي خوند ترېنه اخلم
ګبين لبه خپل کلام هوا ته نيسي
فِطرت جانهú هغه مسته تل له کسته
ما د کوم يو انتقام هوا ته نيسي ؟
کوئی تبصرے نہیں