هغه ماښام مې څه شو زيړ مازيګر مې څه شو د تنکې نوې ځوانۍ رنګين سحر مې څه شو په خله کښې ګونګه ژبه هغه د سترګو بيان رقصان د مخ په حرم د يدونو...
هغه ماښام مې څه شو زيړ مازيګر مې څه شو
د تنکې نوې ځوانۍ رنګين سحر مې څه شو
په خله کښې ګونګه ژبه هغه د سترګو بيان
رقصان د مخ په حرم د يدونونو ارمان
د زړه بې واره درزا هغه منظر مې څه شو
په زړه کښې پېغلې جذبې د يو نادان زلميتوب
کيفيت نوے نوے حيران حيران زليمتوب
هغه ترسکون غوندې خوند د زړه ځيګر مې څه شو
لکه غاړه اميل هغه د اوښکو قطار
هغه خوش فهمه اميد هغه ستې انتظار
هغه د چا په تلاش ستړے نظر مې څه شو
خوره د امن لمن او بيا د سوات سېلونه
کړل روغانيه غليم په سوات کښې قات سيلونه
هغه شوفدر څه شو هغه اختر مې څه شو
د تنکې نوې ځوانۍ رنګين سحر مې څه شو
کوئی تبصرے نہیں