له وحشتونو يې ساتمه پټ په خول کې ژوندون ګرانه کومه زۀ په دا رنګه ماحول کې ژوندون کله پوه پله درنه شي کله بله پله دېر مې تللى دى له مرګ س...
له وحشتونو يې ساتمه پټ په خول کې ژوندون
ګرانه کومه زۀ په دا رنګه ماحول کې ژوندون
کله پوه پله درنه شي کله بله پله
دېر مې تللى دى له مرګ سره په تول کې ژوندون
چې د وحشي لېوۀ له داړو نه خوندي وي ځکه
ما له مودونه خوندي کړى دى په شپول کې ژوندون
چې ارمانونه مې پوره شي هم تر هغه وخته
زۀ درنه غواړمه خاونده په کچکول کې ژوندون
سپرلى به راشي زرغونې به شي دا مړاوې لښتې
بيا به پېدا شي په رامبېل،چامبېل غاټول کې ژوندون
يوازي ته نه يې چې زړۀ کې نېکې هيلي لرې
ليکواله زۀ هم تېرومه په تاتمول کې ژوندون
________
اميرليکوال
۱۹/۱۱/۲۰۱۲
توري به شي ستورې
کوئی تبصرے نہیں