هــډو ضمیــر دې غورځــنګ هم اونۀ کړو د ننګ پۀ ځاے کښې دې ننګ هم اونۀ کړو څۀ بــــه هــغـه هـم پـۀ قسمت خواره وه څۀ خــو مـا خــوئې د پتنګ ...
هــډو ضمیــر دې غورځــنګ هم اونۀ کړو
د ننګ پۀ ځاے کښې دې ننګ هم اونۀ کړو
څۀ بــــه هــغـه هـم پـۀ قسمت خواره وه
څۀ خــو مـا خــوئې د پتنګ هم اونـۀ کړو
د پښتو ژبـــــــې بــــد نصیــــبه نـــــــاوې
د لاس نکـــــــــریزو دې رنګ هم اونه کړو
محفل وو خېر کۀ ئــــې غږ نۀ کــــوو خـو
نن ئې پۀ سترګو کښې جنګ هم اونۀ کړو
وس د غنـــــدنې خــــــو دې نۀ وو منــــم
لکـــــه زما دې تـــــــرې څنګ هم اونۀ کړو
غربت وهلـــــي بــــــې سینګاره پېغلـــــــه
بنګړو ئـې لاسو کښې شړنګ هم اونۀ کړو
د تشــــــدّد تــــــورې شـــــــوې زنګ نقیبه
خو د قلــــــــم څوکـې زنګ هم اونۀ کړو
نقیب یوسفزے
کوئی تبصرے نہیں