نظم / 🌹 ( ګلونه په لمبوکې ) اې خوږې خواږه راکه غېږه کې دمه راکه مرمه جل وهلى يم تږى يم اوبه راکه درته دې ملنګ راغلم اې شمعې پ...
نظم / 🌹 ( ګلونه په لمبوکې )
اې خوږې خواږه راکه
غېږه کې دمه راکه
مرمه جل وهلى يم
تږى يم اوبه راکه
درته دې ملنګ راغلم
اې شمعې پتنګ راغلم
سرو وينوکې رنګ راغلم
څنګ کې اوسېده راکه
ستا چې رضايت نه وي
مينه محبت نه وي
ما سره الفت نه وي
بيا خو مې خپل زړه راکه
ياره ارمان جن يم ستا
مينه کې غمجن يم ستا
سوى لوغړن يم ستا
خوب په ﺯنګانه راکه
ستا يم لېونى مشکور
سوى سپېلنى مشکور
نه يمه پردى مشکور
شونډې راکه خوله راکه
مرمه جل وهلى يم
تږى يم اوبه راکه
-------------------
(بادشاه الدين مشکور)
کوئی تبصرے نہیں