سدهير ساده دپښتو ژبی ځلمی لیکوال سدهیر خان ساده دڅوبیدارمیا قاسیم جان ځوۍدخیبر پښتونخوا کوز دیر دچکدری دخادګزو کلی اوسیدونکی دی . هغه دجنو...
سدهير ساده
دپښتو ژبی ځلمی لیکوال سدهیر خان ساده دڅوبیدارمیا قاسیم جان ځوۍدخیبر پښتونخوا کوز دیر دچکدری دخادګزو کلی اوسیدونکی دی .
هغه دجنورۍ په میاشت۱۹۸۵ کښی دی نړۍ ته سترګې غړه ولی دې.لومړۍ زدکړي یٔی دخپل کلی نه تر سره کړی اؤتر لسم ټولګې پوری یی خپل تعلیم رسولی دی .
سدهیر ساه وړاندی خپل لوستنو ته دوام ورکول غوښتل خودوختونو جبراؤمالی ستونځو دهغه دزدکړي مخه ونیوله.او هغه ونه کړی شوچې نور خپل تعلیمې سفر ته دوام ورکړې.
دمالی ستونځو سره مخ سدهیر ساده فکر وکړو چې که چری هغه دسعودی غرب په لور تګ وکړې .او خپل کورنې دروښانه سباون لار سمه کړی نو هغه په ۲۰۰۷کال کښی دسعودی عرب په لور سفر وکړو .اؤداوخت دکورنۍدروڼ سباوون په امید لګیا دی ،محنت مزدوری کوی اؤ په داسې حال کښی چې په پردی وطن کښې دمزدورۍ نه علاوه دډيرو ستونځو سره مخامخ سدهیر ساده دخپلی پښتوژپی اؤ پښتون قام دژوندی ساتلو هڅې هم کوی، دخپلی ژپي دخدمت لپاره یٔی ملا تړلی ده. دپښتو ژپي لپاره قلم یٔي پورته کړی دی .اؤ دپښتو ژبی دیو لیکوال شاعر په توګه دادب په میدان کښی ورګډ شوی دی .
په سعودی عرب کښی دپښتو ژبی دډیرو درنو او پوهانو لیکوالانو سره دناستی او دهغوی په محفلونو کښې دګډون ثمر دی چې په پښتو میٔن
سدهیر ساده په ډیر کم عمر کښې دیو ډیر تکړه لیکوال په توګه زمونږ په وړاندی راښکاره شو .هغه غزل اؤ قطعه هم لیکی،نظم اؤ ازاد نظم هم لیکی اؤپه هایٔیکو یٔی هم طبع ازمایٔی کړې ده.که یوخوا یٔی شاعری کښې درد شته نوبل خوا خوشحالی هم لرې.
که دقلم په ژبه جنګ کوی نو دامن غوښتنه هم کوی.
دادب په میدان کښی د(((عربستان پښتو ادبی تړون (الریاض سعودی عرب )))دادبی ټولنی سره تړون لری .
چاپ اثارو کښی یوه شعری ټولګه لری چې د(((لوظ ))) په نوم چاپ شوی دی.
دشعر نمونی یٔی دادې!
دپیغورچغه شوله،مینه تماشه شوه ګرانه!
زمونږ خبره کهٔ وړه وه،خو قیصه شوه ګرانه!
اوس مو پهٔ خان ددروغژنو ګمان وشو،ګوره!
څهٔ مونږ شمکورشو او څهٔ خړه ایٔینه شوه ګرانه!
ستا دکوم لوظ پهٔ ډاډاوښکې وچوي سترګو نه
چې دبیلتون سلګۍخندانه تکه شنه شوه ګرانه!
ته مې ملاتړ ؤکړه،چې نیمه لار کښې پاتې نهٔ شم
څهٔ زهٔ هم ستړی شوم اؤڅهٔ لاره اوږده شوه ګرانه!
بیا دپښتون دکور دیوال شو چؤدی چؤدی لویږی
بیا دنړۍيهٔ مخ ښکاره څهٔ حادثه شوه ګرانه
ساده!اودهٔ شه میرت خړڅیه!خوب نه درځی څهٔ؟
سپوږمۍزمونږه پهٔ کټواوړیده،ستنه شوه ګرانه!
((((((((((((((((((()))))))))))))))))))))))))
دلته ګلاب نشته،غانټول نشته،شړشم نشته دی
دلته دزړهٔ دخوږیدو هډو موسم نشته دی
زما پرهر ته په زړهٔ سواندی نظر مهٔ ګوره تهٔ
داچې پرې روغ شی ،تاسره هغه ملهم نشته دی
زهٔ دپردی غم په سر خپلې خوشالۍماتې کړم
زما په غم باندې یوې سترګې کښې نم نشته دی
دڅهٔ مودې نه مې دې زړهٔ ته ځان بې څوکه ښکاری
دڅهٔ مودې نه ستا څهٔ زیری دستم نشته دی
د دلاسې لاس چې زما د سر نه لرې کړو تا
جانانه! اوس د ژوندانهٔ په ما کښې زغم نشته دی
ساده! جذبي دې ایجازې نه بهر شوې دی اوس
بې ستا دیاره اوس بل چا سره ستا دم نشته دی
کوئی تبصرے نہیں