Page Nav

HIDE

Grid

GRID_STYLE

تازہ ترین:

latest

ماښام خټک

 ونه ونه چې څوک ورته بوټی او څوک ورته درخته هم وائي . چې ډېری ونې پۀ يو ځايې ولاړې وي نو دې ته جنګۍ يا بڼ وائي او ددې جنګۍ او بڼونو جوپې ته ...


 ونه


ونه چې څوک ورته بوټی او څوک ورته درخته هم وائي . چې ډېری ونې پۀ يو ځايې ولاړې وي نو دې ته جنګۍ يا بڼ وائي او ددې جنګۍ او بڼونو جوپې ته ځنګل وائي دا زۀ ستاسو پۀ علم کښې د اضافې د‌پاره نۀ وائم بلکې يو منلی او ليدلی کتلی صورت حال درسره شريکوم .

 ونه اکثر دنګه وي خو ځني ځني پکښې وړې ونې هم وي لکه پۀ انسانانو کښې چې څوک واړۀ او څوک دنګ وي او دا هم شوني ده چې د انسانانو د‌پاره چې د دنګ او لوړ توری د ونې د‌پاره پکاريږي دا هم د‌ ونو له خصلته وي لکه يو سړی چې دنګ وي نو مونږ ورته وايو چې فلانی پۀ ونه لوړ دی او چې چيت وي نو وايو چې فلانی د ونې وړوکی دی . د ونې او د انسان بلکې د ژوندي سرو د ونې سره تړون د ژوند‌ له آغازه پاتې شوی . 

بشر چې لا د فطرت له حصاره نۀ وۀ راوتی نو ځان به يې د ونو پۀ پاڼو پټولو د ونو بوټو مېوې به يې خوراک وې . چې د غرونو او څمڅو د ژوند نه صحراګانو او دشتو ته راؤوتل نو د ونو بوټو لرګي او پاڼي يې د ژوند ژواک برخه شوه . 

ونه او غنه دا د انسان سره له ازله نښتي ده او تر ننه ورسره جاښه ده ، که يو پله ونه يې د سر سوری دی نو غنه يې د‌ پښو خار دی پۀ لمنه پورې يې نښتي ده که لمن ترې راخلاصوي نو لستوڼی يې رانيسي او چې لستوڼي ته ور ټيټيږي نو ګريوان ترې رانيسي .

 ونه چې شنه وي نو د سر سوری دی او چې وچه شي نو خاشاک دی ونه پۀ هر حال کښې انسان دوسته توکی دی خو د ځنې ونو مېوې انسان دوسته نۀ وي بلکې انسان دښمنه وي او زما پۀ خيال دا متل ددې له عمله مخ ته راغلی چې د هرې ونې مۀ خوره د يوې بۀ دې زهر شي .

دا موسمونه هم د‌ ونو پۀ بدلون کښې او ونې د‌ موسمونو پۀ بدلون کښې کره کردار لوبوي سپرلی د ونو د ځوانی موسم وي هره ونه پکښې شنه کيږي که هغه د کار وي او که نه او زما پۀ خيال دا محاوره چې ستا خولۀ هم سپرلی دی يعني هره خبره پرې راوځي هم له دې عمله مخ ته راغلي وي يا بيا که سپرلی د چا د کار نۀ وي او سخي يې پکښې نۀ خوري او نۀ نۀ څري نو هغه پۀ داسې سپرلي خپل چرت هم نۀ خرابوي خو لکه څنګه چې پۀ يو هندو بټ خېله نۀ ورانيږي نو هم دغه شان پۀ يو ګل هم نۀ سپرلی کيږي پۀ هر شي د ځوانی نه پسته بوډها توپ راځي او د‌ ونو د بودها توپ وخت خزان وي او ونې پکښې بېخي لغړې شي او د پوما توت تشبيه خو به هر چا اورېدلي وي . لکه څنګه چې اول د سړي غاښونه وځي هم دغه رنګ د‌ ونو هم اول پاڼي اورژيږي او لکه څنګه چې د‌ ماشوم اول غاښونه را اوځي دغه شان د‌ ونو پاڼي د غوټو پۀ څېر راټوکيږي . 

پشکال د ونو د شتمنی موسم وي لکه څنګه چې باران د زمکې آبادي ده هم دغه رنګ باران د‌ ونو هم د ښیرازۍ موسم وي چې تر بادرو پورې رسي خو کله کله بادرو چې ورندۍ شي د‌ پشکال نه ورګړندۍ شي خو پشکال تر ونه يعني د‌ ونې لاندې تيريږي او بادرو تر غنه يعني د غنې لاندې هم ګزاره کېدی شي .

چينار او ګورګوره داسې دوې ونې دي چې د انسان د‌ ونو سره يې مثالونه د‌ ټپو يا د سندرو پۀ څېر تړلي شوي دنګه ځواني د‌چينار پۀ معنا پکاريږي لکه ونه د‌ چينار ټيک يې پۀ وربل ما ليدلی زار پټ پټ يې خندل يا دا چې زما لالی چينار دی نارنجه ولې ولې او ګورګورې خو چې تورې شي نو بيا د ونې ټيټ سړی بې د‌ ارمانه پاتې کېدی نۀ شي او جينئ د کوره سرې شونډې وړي او تورې راوړينه .

ونه يوازي د مېوې يا د سيوري کار نۀ ورکوي بلکې د ونې ټال هغه فوکلوري او کلیواله ځانګو ده چې ډېرو عاشقانو پرې نۀ يوازي ځانکلي بلکې ډېری تودې سړې يې ورسره نخښتي ، ونه او ټال دا دواړه د يو بل سره لازم او ملزوم دي او بيا د بېرې ټال خو لکه چې د عشق ، رومانس او د‌ مينې سره څۀ ډېره نزدو اړيکه لري او د فوکلور سندرې ، ټپې ، غاړې او متلونه ددې وياند ثبوتونه دي لکه راوړه بندی بندی چې او پېرونه جانانه بېرې له راځه چې اوځانګونه ، يا بيا د ډاکټر خالق زيار د لانديني غزل مطالعه خو لکه د هر کليوال د‌ زړۀ خبره وي

  هم يې بېره د ساتلي هم يې ټال دی

راشه ستا ليونی اوس هم پۀ خپل حال دی


ونې د‌ ابادی ضمانت وي هغه که د بارانونو د‌ ورېدو سبب وي يا بيا د بارانونو نه پسته د خوړونو او د سېلابونو د‌ مخ نيوي وسيلې وي ونې يې پۀ خلاص مټ او د خپلو خورو ورو زېلو او د مضبوطو سټو پۀ وسيله پوره کوي ، موسم او آب و هوا ورسره معتدله وي . ولې بيا هم چې کومې ونې سټې د بارانونو نه پسته خوړونه او سېلابونه را په مخه کړي نو خلق يې رانيسي او بيا د خلقو سماجي ، اخلاقي او معاشي ستونزې هواروي .

ونې يا ځنګلونه د موسمي مارغانو د تګ راتګ او د استوګنې سره سره د نسل د‌ افزائش يوه لويه وسيله وي پۀ يخ موسم کښې دا مارغان تودې سيمې او پۀ تود موسم کښې يخښې سيمې ته کوچ کوي زمونږ پۀ علاقو کښې پۀ تود موسم يعني ګرمۍ کښې د ګوګوشتکو کرکوړو ايلو ، مرغابو او داسې د‌ نورو کوچېدونکيو مرغو سیلونه راخلاص وي او دا ځنګلی ترې ډکې وي او د ليدې او غولېلونو ښکاريان يې د ښکار کولو نه خوند اخلي او پۀ مازيګر کښې ددې مارغانو د ځنګل د‌ پاسه جوړه جوړه پۀ خپل خپل اندازي کښې مازيګری نماځل ځان له يو خوند او رنګ لري .

غنم چې پاخۀ شي او بيا اورېبدلی شي او ورپسې بيا ګورګورې تورې او توان پاخۀ شي نو دا ګوګوشتکې کورکوړۍ او د‌ توتانو مرغۍ خړ خولي ، سور خولي چتي ، چرچڼې ، چکچکۍ ، زېړدانګ ، ملاچرګګ ، تورانکې ، څوړي او بلبلې پۀ دې ونو کښې پۀ سېلونو سېلونو ناستۍ او الوت کوي او زۀ چې وړوکی وم نو دا زما د غولېل ، نال ، پړکې او د دام د ښکار يو آئيډيل موسم وۀ د سکول نه به هم رخصتي وه نو بس سم به دې کار ته اوزګار وم . 

ونه پۀ غر کښې وي او که پۀ سمه پۀ کور کښې وي او که د‌ لارو ګودرو پۀ غاړه د‌ سړکونو پۀ مينځ يا دواړو غاړو ته خوند يې يو پۀ دوه کړی وي او چې پۀ کومو غرونو ، کورونو ، لارو ګودرو او د‌سړکونو مينځ يا دواړو غاړو ته ونې نۀ وي نو هسې سپېرۀ سپېرۀ او وچې ډاګې ښکاري . 

زمونږ پله د ښوون ، ګورګورو بېرو او د‌پلوسو ونې بشپړه وې او لا اوس هم شته ، دې ونو کښې يوه پلوسه ده چې پۀ خزان کښې پاڼې غورزوي او لغړيږي خو د لغړېدو نه پسته پۀ يخ ژمي کښې بيا کنډونه چې ځينې سيمو کښې ورته چيړ هم وئيلی کيږي هغه نيسي او هغه پۀ وچو څانګو يا خنډونو پورې کلک نخښتي وي . اکثر پۀ دغه خنډانو پورې د‌ اوښانو ويښتۀ يا وژغونې هم نخښتي وي . دې پورې يوه ټپه هم رایاده شوه

مدام به زۀ درسره نۀ يم

چې به دې زلفې د‌خنډانو خلاصومه

پۀ دنيا کښې د‌ بېرې او د پلوسې ګبين ډېر خوړلی او خوښېدونکی ګبين دی . 

مونږ به اکثر چينو او خوړونو کښې مچۍ وهلې او کومه مچۍ به چې د‌چينې يا د‌خوړ نه نېغه بره والوته نو مونږ ته به اندازه اوشوه چې ددې مچۍ ګبين چرته لرې دی او چې کومه مچۍ به نېغه نۀ الوته او د چينې يا د‌ خوړ نه به ټيټه ټيټه يا ښکته ښکته د ګبين پۀ لور لاړه نو مونږ به د نمر پۀ څيره د هغې پړک څارلو او نېژدی به دغه خواوشا ونو بوټو او څمڅو کښې کښېناسته او چې ورپسې به مو لږه څارنه اوکړه نو د‌ ګبين ځائې به يې معلوم شو خوا دا خيال دې کښې ساتل وي چې موسم کوم دی يخ دی او که تود نو پۀ يخ موسم کښې ګبين د نمر اړخ ته‌ وي او پۀ تود موسم کښې د سيوري اړخ ته وي .

ونه ژوند‌ دې او ژوند‌ ونه ده د‌ ورځې دا د انسانانو د پاره آکسيجن خوروي او کاربن ډهائی اکسائيډ خارجوي آکسيجن چې مونږ يې د ساه پۀ توګه پکار وو او د شپې پاتې شونی کاربن بيا مزيد‌ خارجوي اوس د حضرت انسان دې بې وفائۍ ته ګوره چې هغه ونه چې زمونږ د ساه پرې دارومدار دی د‌ هغې مونږ جرړې پرې کوو او چې کومه ونه مونږ ته مېوه راکوي نو پۀ هغې سنګباري کوو . 

ځکه خو خوشحال خټک وايي چې 

پۀ بارداره ونه تل وريږي کاڼي

ورته ګوره چې بارداره ونه څۀ که

او چې پۀ چا کښې استقامت وي نو بيا هم مونږ د ونې مثال مخ ته راوړو لکه د ملنګ عبد الرحمان دا شعرونه

لکه ونه مستقیم پۀ خپل مقام يم

که خزان راباندې راشي که بهار


ونې کرل پکار دې ونې پرېکوول نه دي پکار ونه پرېکول د‌ خپلې ساه د‌‌ اخستلو سبب له مينځه وړل دي پۀ بله معنا خپله غاړه يا مرۍ ته تیزندی اچول دي خود کشي کول دي .‌پکار ده چې مونږ نۀ پۀ خپله ددې عمله تېر شو او نۀ بل دې عمل ته پریږدو که پۀ يو سګریټ څکولو مونږ يو کس مني کوو يا مني کولی شو چې ژوند يا ماحول ته نقصان رسوی نو د ونې يا د ونو د‌ قاتل لاس دې ولې او نۀ نيسو او پکار ده چې پۀ اصل معنو کښې د بلين ټريز د کرلو مهم اوچلوو تش د نعرې تر حده نه .

کوئی تبصرے نہیں

ہم سے رابطہ