پري زاده ! زړۀ مې چوي لۀ اضطرابه کوم جادو به تا راپورته کړي لۀ خوابه پري زاده ! زړۀ هم تاته د سپړ دو دے ستا پۀ وړاندې څۀ حجاب،څۀ بې حجابه...
پري زاده ! زړۀ مې چوي لۀ اضطرابه
کوم جادو به تا راپورته کړي لۀ خوابه
پري زاده ! زړۀ هم تاته د سپړ دو دے
ستا پۀ وړاندې څۀ حجاب،څۀ بې حجابه
پري زاده! يؤ تپوس مې پۀ مخ ليک دے
اخلم ساه،کۀ راتېرېږم لۀ عذابه؟
پري زاده! لۀ ځنګلو تېرېدۀ دي
څۀ خبر ئې د ځنګلو لۀ ادابه؟
پري زاده! د فرات پۀ ژۍ ولاړيم
مودې وشوې تنده غواړم لۀ دريابه
پري زاده! بس پۀ پونده تاوېدل دي
زندګي ده، اؤ ساتو ئې لۀ سېلابه
پري زاده! پۀ قدم کښې ځکه ورو ځم
زۀ خبر يم د دې لارې لۀ سرابه
پري زاده! زۀ کۀ دا وارې وُدۀ شوم
هيڅ يو شور به مې راويښ نۀ کړي لۀ خوابه
پري زاده! لاس مې ايښي دي پۀ سترګو
پال راؤباسه زما هم لۀ کتابه
پري زاده! څۀ خوبي راکښې ضرور شته
بې سببه خارج نۀ يم لۀ نصابه
پري زاده! د هوا اؤ خاورې شور نه
تا خبر کړم لۀ آتشه، هم لۀ آبه
پري زاده! ځان مې ښکل کړۀ ائينه کښې
دا کوم رنګ مې کشيد کړے لۀ ګلابه
پري زاده! زړۀ چراغ وړم پۀ تلي کښې
لرې ګرځم ،لۀ افتابه،لۀ ماهتابه
پري زاده! د کاروان اخرے ګرد يم
دا دے يم اؤ درنګ ساعت لۀ يم نايابه
پري زاده! خاموشۍ مې هم نعرې کړې
د تسنيم پۀ زړۀ کښې دړد دے بې حسابه
کوئی تبصرے نہیں