Page Nav

HIDE

Grid

GRID_STYLE

تازہ ترین:

latest

جلال امرخيل

  د حالاتو پېچ و خم سړی خراب کړي کله کله د چا غم سړی خراب کړي جنتونه يې له سره صدقه کړي غنمرنګ لکه ادم سړی خراب کړي محبت د يوې داسې بلا نوم ...

 


د حالاتو پېچ و خم سړی خراب کړي
کله کله د چا غم سړی خراب کړي

جنتونه يې له سره صدقه کړي
غنمرنګ لکه ادم سړی خراب کړي

محبت د يوې داسې بلا نوم دی
هم ژوندی کړي مړی هم سړی خراب کړي

مخه ښه د ډکو سترګو کړي ورياده
د سهار پر ګل شبنم سړی خراب کړي

جينکۍ لکه د شنو بنګو پيالې دي
دروند ، پښتون او محترم سړی خراب کړي

د باران په شپه تش ياد د تودې غېږې
لېونی کړي سړی ، سم سړی خراب کړي

کوئی تبصرے نہیں

ہم سے رابطہ