Page Nav

HIDE

Grid

GRID_STYLE

تازہ ترین:

latest

غنی خان

  د سپرلي شپه وه مسته مستانه ستوري کېدل ډېر روښان روښانه سپوږمۍ ولاړه وه ښکلې حیرانه لېوني سوال وکړو د خپل جانانه رڼا مې پوهې له د لامکانه ن...

 





د سپرلي شپه وه مسته مستانه
ستوري کېدل ډېر روښان روښانه
سپوږمۍ ولاړه وه ښکلې حیرانه
لېوني سوال وکړو د خپل جانانه
رڼا مې پوهې له د لامکانه نه را
مستي مې سترګو له د خپل ځانه را
د خپله ځانه یاره! د خپله ځانه
لېوني سوال وکړو د خپل جانانه
ناګاهه پړق شو درياب د نور راغى
څه په مستۍ راغى څه په سرور راغى
هستي شوه ګونګه مستي ګويانه
لېوني سوال وکړو د خپل جانانه
او لېوني ورته زړګى کړو لرې
ډېر په خوارۍ پکې ځاى شو يو بڅرى
نور ډک د ځانه وو ډک د جهانه
لېوني سوال وکړو د خپل جانانه
درياب د نور لاړو ښايست او رڼا لاړه
او د جانان مستي جانان له بيا لاړه
لېونى پاتې شو څيړې ګرېوان
د سپرلي شپه وه مسته مستانه
يادونه : دغه نظم په لټون کتاب کې د (د سپرلي شپه) تر عنوان لاندې په مخ (442) کې راغلى دلته بيا د دوهم ځل لپاره د (يو بڅرى) په عنوان راغلى

کوئی تبصرے نہیں

ہم سے رابطہ