د ښاغلی ممتاز اورکزی صیب لنډه پیژندګلو نوم ممتاز الرحمن ادبی نوم- ممتاز اورکزی د پلار نوم -نور اصغر ممتاز اورکزی په ۱۹۷۲ کښی په دی دنیا ک...
د ښاغلی ممتاز اورکزی صیب لنډه پیژندګلو
نوم ممتاز الرحمن
ادبی نوم- ممتاز اورکزی
د پلار نوم -نور اصغر
ممتاز اورکزی په ۱۹۷۲ کښی په دی دنیا کښی سترګی غړولی دی ابتدای تعلیم یی په خپل کلی توره وړی کښی حاصل کړی دی او لسم یی د ګورنمینټ های سکول داوابه نه کړی دی دولسم یی د ګورنمینټ هایر سینکنډری سکول خیبر بازار پیښور نه کړی دی د شاعری سره یی مینه له وړوکوالی نه وه په څلورم پینځم ټولګی کښی وو چې شعر به یی لیکو خو د ۱۹۸۶ نه یی ښه پخه شاعری شروع کړی ده ممتاز اورکزی صیب زیاته ناسته د حمزه بابا او قلندر مومند سره هم کړی ده او په دغی باندی خوشحاله نه بلکښی فخر پری هم کوی د تیرو اتلسو کالو راسی د مسافری شپی ورځی د دوبی په خاوره تیره وی او د پښتو ادب خدمت یی پکښی هم ملا تړلی ده په پاکستان کښی د پښتو ادبی چمن ټل غړی دی او په دوبی کښی یعنی متحده عرب امارات کښی د اماراتو پښتو ادبی ټولنی صدر دی
چاپ اثار یی دوه دی
۱ -- بنګړی بنګړی وعدی
۲--د زمکی آسمان
دریمه شاعری ټولګه هم چاپ ته تیاره لری انشاالله ډیر زر به چاپ شی
د کلام نمونه
غزل
زه له هیڅ چا نه خفه نه یم خو بیا هم خفه یم
زه د مالوم خفګان نه یاره سوا هم خفه یم
نن مزاحم ښکاري زما او د چوپتیا تر منځه
خپله زړګیه نن دا ستا په درزا هم خفه یم
زما په حال خبره ! زه اول دعا وغواړم
بیا تا نه څه پرده په غوښتې دعا هم خفه یم
راباندې را دې وستو منځ کې د محرومو خلکو
جار شم نصیبه د اختر په سبا هم خفه یم
ممتازه کوم لوري ته وړي د سرو غوټیو خوشبو
ډیر په دی کار د بی احتیاطه هوا هم خفه یم
============================
غزل
زه خو منمه د خپل زړه ، بلا وهلی يمه
ما پخپل حال کې پرېږدئ زه، بلا وهلی يمه
نامعلوم لوري ته تگ غواړم د سپوږمۍ رڼا کې
ستا د ليدلو نه په څه ، بلا وهلی يمه
د ځانځانۍ بلا وهلو کې همدرد لټوم
ښه لېونی يم زه هم ښه، بلا وهلی يمه
څوک به کوي زما د کرب زما د وېرې احساس
چې په اباد ښار کې د غره، بلا وهلی يمه
ته خبر نه يې؟ چې اوس هغه ممتاز پاتې نه يم
ما پورې ولې کېنې ته، بلا وهلی يمه
==================================
غزل
کرښې به ورانې شي لاسونه به شي تورې خاورې
وخت به مسکی وي خو بختونه به شي تورې خاورې
له ډاره نه کوم خوبونه بیا خوبونه وینم
خوبونه نه وینه خوبونه به شي تورې خاورې
ښه! بس همدومره لنډ داستان دی د ژوندون او د مرګ؟
ښه! بس د خاورو جوړ مخونه به شي تورې خاورې
دا ډېره زر ده چې به ستر اینې هم کوي
دا ډېره زر ده نقابونه به شي تورې خاورې
ممتازه سل تسبې په لاس کې سل په غاړه ګرځه
دا وېرد کوه چې نفرتونه به ښي تورې خاورې۰
کوئی تبصرے نہیں