پۀ لمبو دې روان کړي دي ګلونه
پۀ بِنا دې حېران کړي دي ګلونه
زما اوښکې به هم څۀ نتيجه راوړي
دې صحرا پۀ باران کړي دي ګلونه
د احساس نه لرې څو هوس پرستو
پۀ سرو وينو الوان کړي دي ګلونه
د يو چا د راتلو غږ يې چې تر غوږ شو
نن ګلونو بل شان کړي دي ګلونه
پۀ انور باندې به څۀ ګلپاشي وکړي
خپل ښايست چې دځان کړي دي ګلونه
کوئی تبصرے نہیں