کېفيت (دسمبر۲۰۰۴)
******
ددسمبر يخني ده شونډې او لاسونه رپی
خپله بړستن مې دخپل ځانه راتاو کړې ناست يم
دفکر ټال مې ځنګوی راله جوټې راکوی
کله په څه اوکله څه باندې سوچونه کووم
دژوند په ډېرو ګوټ پېرونو باندې وګرځېدم
څه په حالاتو کې رنځونه څه رنځونه سر کې
دخپل شناخت فکر هم واخستمه ساوے شومه
دخپل وطن کنډرکنډر تصوير هم وزورلم
خو!
چې کله ستا دمينې باب ته راغلم وبوږنېدم
نرۍخوله مې په تندی باندې راماته شوله
خپله بړستن مې دخپل ځانه لرې وغورځوله
دخپل قميص تڼۍ مې ټولې په تلوار پرانيستې
دواړه تمبې مې دکوټې لرې کړې بار ووتم
يخه يخنۍ کې د څلې باران ته ودرېدمه
زما دزړه نه او ځيګر نه سرې لمبې پورته شوې
ديخ منګی نه مې کنډول اوبهٔ په غړپ وڅکلې
دبې پتۍ او خودسرۍ فکر دې ياره ماته
په دسمبر کې د اګست تماشې جوړې کړلې
*انورمانېروال*
کوئی تبصرے نہیں