هـــرڅـــو کـــۀ وي دسـر پـکـــښـې تــاوان ورپسې ځم
چــې چـاکـښـې وي څــۀ تــرے د ايـمــان ور پسې ځم
چـې څـوک هـم راتـه دوه خـوږې خــبـرې وکــړي بس
بـيـاهــرڅـو کــۀ ګلـۍ وي کـــۀ بــاران ورپسې ځـــم
پــۀ سـر ستــرګــو پـۀ ځــار او پـۀ قــربان ورپسې ځم
دمـيــنې پـــۀ اســمــان د بــېــلــتــانــۀ راغلــه وريځ
يــو ستــــورے رانـه وروک دے مهـــربان ورپسې ځم
هـرخـوا سـړي خـوارۀ دي یـم پۀ يو دوه کښـې حېران
اےچـــــرتــــه دے راوښــايــئ انــســان ورپــسې ځم
د عــمــر پــۀ شــوګــيــر د دوو رڼــو سـترګــو جنت
دا هــم راتــه ښـکارېــږي ډېــر ارزان ورپـســې ځم
اکــثـر خـلــق د کلــي پـــــــۀ يــو پــيــر پــســې روان
انــــور پـکښې پـــۀ بــيــــــلـــه لار روان ورپسې ځم
** انـــورمــانــېــروال **
کوئی تبصرے نہیں