د ژوند نه پاتې کېږو د جانانه پاتې کېږو
لږ نور که ايسارېږو د کاروانه پاتې کېږو
وزر شته نه اوزار نه زر نه زور شته دے جانانه
د ژوند پايه په مخکښې ده روانه پاتې کېږو
زمونږه د خوش فهمو به نور څه حالونه وايم
بس هره ورځ په هر قدم حېرانه پاتې کېږو
تر څو چې خود پرستو سره واګې وي انوره
دې نوې دنياګۍ ته به په ګرانه پاتې کېږو
انورمانېروال
کوئی تبصرے نہیں