وشوه اوس به لېونے يم، ګڼي ښه هوښيار سړے وم
تـا بې کاره کړمه يـــاره، زه بلها د کار سـړے وم
دا اعجاز دے ستا د مينې چې د چا سره ساز نه يم
زه په هر څه پوهېدمه، زه خو ښه د لار سړے وم
تا وهمي کړم، تا شکي کړم، د خپل سيوري نه هم لوېږم
ته د چانه تپوس وکړه د زمري مقدار سړے وم
اکثر پروت چرته په ګوټ کښې اوس د کوره بهر نه ځم
زه خو مخکښې داسې نه وم د يارانو يار سړے وم
د زړه راز يې ښکاره نه کړو او خبره يې ووژوله
لکه زه د ده څه نه وم! لکه زه اغيار سړے وم!
چې مې عقل سر ته راغے، اوس دے خوشې ميدان پاتې
اوس تسکينه خندا راشي يره ښه وزګار سړے وم
تسکين مانيروال
کوئی تبصرے نہیں