شاعر - عزيز مانېروال
کتاب - دا لېونی لېونی ګرځه
مخ -۱۵۷
کتاب - دا لېونی لېونی ګرځه
مخ -۱۵۷
ـ ـ ـــــــــــــــــ
تا نشه نشه کتل
ما په لپو لپو څښل
ـ
ما په لپو لپو څښل
ـ
دغه نولس ده دنيا
ياره هېچا نه کړه شل
ـ
زما ژوند کې خوشالي
په انځر کې لکه ګل
ـ
د ځوانۍ خوږې کيسې
په پيرۍ کې يادول
ـ
څومره ښه لګي اشنا
ستاسو کلي ته درتلل
ـ
خپل عمل د لارې مل
ما کرلي ما رېبل
ـ
پيدا کېږي چرته نه
د عزيز پشانې بل