Page Nav

HIDE

Grid

GRID_STYLE

تازہ ترین:

latest

غزل ـ تسکین مانېروال


 


غزل ـ تسکین مانېروال

زړه چې دې راکړے دے جانان به درنه غواړمه
درد چې دې پېرزو کړ نو درمان به درنه غواړمه

ما درکړے زړه ګورې جانانه ډېر په خیال ساته
دے که دې ضایع کړ نو تاوان به درنه غواړمه

تا چې مې د مينې بوټے نال کړ د زړه دښته کې
خود د تړمو اوښکو يو باران به درنه غواړمه

باغ دے ماښامے دے جانان هم شته دے جام هم شته
لویه خدایه خیر د خپل ایمان به درنه غواړمه

شپه چې د وصال وي ټوله خوښه به زما وي
دا اجر جانانه د هجران به درنه غواړمه

زه چې د جنت حورو غلمانو کې ډېر تنګ شمه
خدايه بيا د دې دنيا ياران به درنه غواړمه

یاره که دې خوښه وي ریبار به ترېنه وباسو
زه تسکین چې څه غواړم په ځان به درنه غواړمه

کوئی تبصرے نہیں

ہم سے رابطہ