د جبر ښار دے او دوه ستړې ځوانۍ
ورته ولاړې حېرت وړې ځوانۍ
ډېر يې اسمان ته ډېر ېې مرګ تہ مخ کړل
لوبې پۀ هر. چا باندې کړې ځوانۍ
لا خو مې ډېر دي حسرتونه پۀ زړۀ
داسې خو مۀ ځه کنه مړې ځوانۍ
بلها پۀ سترګو کې سوالونه لري
دا جل وهلې خړې پړې ځوانۍ
سپرليه بيا مننه بيا مننه
ګلونه سپړې او راسپړې خوانۍ
رانه خوبونه تختولي ېې دي
هغې يوې مستې او لوړې ځوانۍ
د وخت ګرداب کې دواړو خپو نه نختې
بلها د کار بلها ځانګړې ځوانۍ
دا فلم ډېر دے خونړے انوره
نيمګړے ژوند او دا نيمګړې ځوانۍ
انورمانېروال
کوئی تبصرے نہیں