ـــــــــــــــــــــ
پس دهغې ورځې نه
چې دادم ځامنو
کومې کانې چې چرته سور کاپر هم
پۀ چا هم کړې نۀ دي
پس دهغې ورځې نه
ډوډۍ ته کښېنمه ډوډۍ وخورمه
خو پۀ ذايقه باندې يې خداې قسم دے
کۀ یو ذره پوهه شم
پس دهغې ورځې نه
چې مونځ ته ودرېږمه نيت ووتړم
کله د دوو پۀ ځائې څلور رکاته
کله څلورو پۀ ځايې دوه وکړمه
پس دهغې ورځې نه
چې دیارانو څنګ کښې کښېنمه
ګپونه اورم
رنګ رنګ خبرې کېږي
سوغړې هم وی پۀ کښې
لطيفې هم واورمه
خو خداې راستي کۀ مې پۀ شونډو باندې
لږه مسکا راولي
پس دهغې ورځې نه
چې د ادم ځامنو
دادم زاد يو نازوولے بچے
د يوې مور د ارمانونو تصوير
د يوې خور پۀ سر راخور څادر
دکشر ورور د تنکو هيلو امېل
پۀ يو ناکړې ګناه
وينو کښې لت پت کړو
کوئی تبصرے نہیں