Page Nav

HIDE

Grid

GRID_STYLE

تازہ ترین:

latest

ښاغلی عزیز مانېروال


 


ښاغلی عزیز مانېروال
.
څومره منت، څومره زارۍ غواړي
محبت هم په زړګي ځای غواړي
.
د پنځه کم پنځوسو کالو شومه
زړه مې مستۍ شل کلنې غواړي
خدايه زموږه چیغې اورې که نه؟
څوک بادشاهي او څوک ډوډۍ غواړي
.
اختر نژدې شو، قرض پور ګورمه
لور مې څادر، زوی څپلۍ غواړي
.
د پنجابۍ په ژبه نه پوهېږي
ځکه مور ما ته کابلۍ غواړي
.
د جانان کلی دومره ډېر لیرې دی
تلل راتلل غوندې شل روپۍ غواړي
.
ستا غونډه مونډه دنګه لوړه پوزه
يا مېخکۍ او يا نتکۍ غواړي
.
هو کنه، هغه عزیز پېژنم
هر ماسخوتن د خوب ګولۍ غواړي

کوئی تبصرے نہیں

ہم سے رابطہ