دا نۀ د ميــې موسم دا نـــۀ دکار موسم دے
جون دے لمبې ورېږي انګار انکار موسم دے
زمـــــونږ نه څۀ خبر دي لمبه لمبه شو مونږه
دسـوات ياران مې وایی خمارخماموسم دے
مـــطربه راشـــه سُـــر که دژوند نه ډکه نغمه
نــن مې بې سُره شانې دزړۀ دښارموسم دے
انـــــــوره دامې واوره هـــر دهمت څښتن ته
دنــــړۍ هر يـــو موســم بهار بهار موسم دے
کوئی تبصرے نہیں