شېخه د ګناه او د ثواب کیسه
ډېره سرسري به راته یاده وي
یه زما سرلوړو پښتنو وروڼو
ستاسو سرکوزي به راته یاده وي
هر څۀ به مې هېر شي دا هېرېږي نه
مینه ورورولي به راته یاده وي
هغه چې مې ستا پۀ نامه کړې ده
هغه شاعري به راته یاده وي
سر کۀ مې د مرګ پۀ کمر ولګي
ستړې زندګي به راته یاده وي
خپله فقیري به رانه هېره شي
ستا عزیز خاني به راته یاده وي
کوئی تبصرے نہیں